Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

روغتیا وزارت د یوناني طبابت لپاره کړنلاره جوړوي

کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۳): د کابل ښار یو شمېر حکیمان وايي، د خپلو درملو په وسیله د ځینو عامو او لویو ناروغیو درملنه کوي خو د داخله ناروغيو متخصص یوناني طب له عصري طب سره د پرتلې وړ نه بولي.

بلخوا، روغتیا وزارت د دغه طبابت لپاره د معياري طرزالعمل جوړولو خبره کوي څو د خلکو د روغتیا خونديتوب لامل شي.

یو شمېر حکيمان: د يوناني درملو بازار ځکه ښه دی چې د خلکو باور پرې ډېر شوی

د کابل د پامیر سينما سیمه کې د عبدالوهاب جبارزي په نوم يوه حکيم چې له تېرو څوارلسو کلونو راهیسې په دغه ځای کې درملتون لري او هره ورځ له پنځو تر لسو ناروغان ګوري، له پژواک سره خبرو کې وويل، د یوناني طب درملنه ډېری وخت د خلکو لپاره ګټورې ثابتېږي او په دې برخه کې د خلکو باور زیات شوی دی.

نوموړی وايي: «حکيمان یوازې درمل نه ورکوي، بلکې د انسان بدن ټول سیسټم ته په پام سره درملنه کوي؛ موږ د یوناني طب د اصولو پر اساس هڅه کوو چې د يو کس ناروغي د بېلابېلو طبیعي موادو په وسیله ودرول شي او ښه شي.»

د عليم جان په نوم یوه بل حکيم چې د کابل ښار په چوک سیمه کې کار کوي وويل، اوس ‌مهال يې کاروبار ښه شوی او پر يوناني درملو د خلکو باور هم زيات شوی دی.

ده زياته کړه، د خلکو د باور زیاتېدل او د درملنې موثره پایلې د دې سبب شوي چې د یوناني طب کاروبار وده وکړي.

هغه زیاتوي، يوناني درمل له دې امله چې له خالصو بوټو او نورو طبیعي موادو جوړيږي، قیمتونه یې ټیټ دي او زیان هم نه لري.

د سيد کريم سادات په نوم يو بل حکيم بيا وايي چې دوی ډېری وخت د معدې، پروستات او د وينې غوړ درملو ترڅنګ د قوت یا تقویې نور درمل هم پر خلکو پلوري.

هغه وویل، ځيني داسې کسانو هم ورته مراجعه کړې او د ناروغۍ لپاره يې ترې درمل اخيستي چې په عصري روغتیايي مرکزونو کې يې درملنه نه ده شوې.

دی زياتوي، هغه ناروغان چې ځيني لويې او د زړه ناروغۍ ولري، دوی درمل نه ورکوي، بلکې روغتونونو ته يې لېږي څو له عصري طبه په ګټې اخيستنې خپله درملنه وکړي.

د ده په خبره، په کم‌عمره ماشومانو هيڅ ډول يوناني درمل نه پلوري.

د يوناني درملو په اړه د خلکو بېلابېل نظرونه

په کابل کې د یوناني طب په اړه عام خلک مختلف نظرونه لري، ځیني  د دغه طبابت پر مؤثریت باور لري، خو ځیني بیا شکایت ترې کوي.

د کابل ښار اوسېدونکی ۶۰ کلن فیض‌محمد چې د يوناني درملو پېرلو لپاره د یوه حکیم هټۍ ته راغلی و وايي، د عصري درملو په نسبت پر يوناني درملو ډېر باور لري، همدا لامل دی چې تل د ناروغیو لپاره يوناني درمل کاروي.

هغه زیاتوي: «کله چې روغتون ته ورشم، هلته رانه زر يا زياتې روپۍ اخلي، خو چې دلته «يوناني درملتون» ته راشم، درمل ۵۰۰ افغانۍ کېږي؛ ځکه کوښښ کوم دلته راشم.»

خو د ویس‌الدين په نوم د کابل ښار يو بل اوسېدونکی بيا وايي، هغه درمل چې حکیمان يې ورکوي، هیڅ ډول تاثیر نه لري.

هغه زياته کړه: «زما مېرمن ناروغه وه، يوه حکيم د اتو زرو دوا راکړه، بل د پنځو زرو دوا راکړه، بيا مجبور شوم چې پاکستان ته لاړ شم، هلته بيا مانه ۶۰ زره روپۍ ولګېدې، ټوله دوکه ده، نه دي ورځي ورته، صفا خبره درته وکړم.»

ده وويل چې د حکيمانو پر ځان خلک بايد روغتونونو ته مراجعه وکړي.

مختصص ډاکټر: يوناني طب له عصري طب سره د پرتلې وړ نه دی

په کابل کې د داخله او انتاني ناروغيو يو متخصص ډاکټر سجاد وزیر وايي چې یوناني طب له عصري طب سره د پرتلې وړ نه دی او زیاتوي، یوناني طب یوازې د ځینو عامو ناروغیو لپاره درملنه وړاندې کوي، خو د جدي او پېچلو ناروغیو لکه سرطان، زړه او د وینې فشار لپاره د دغه طبابت موثریت محدود دی.

هغه وویل: «یوناني طب د طبابت یوه پخوانۍ طریقه ده چې د ځینو عامو ناروغیو درملنه کوي؛ مګر د عصري طب پرمختګونه او علمي څېړنې داسې ښيي چې د لویو ناروغیو لپاره یوازې عصري طب مؤثر دی.»

ده زیاته کړه،  د زړه او دماغي سکتې ته ورته ځيني داسې ناروغۍ شته چې انسان ژر له منځه وړي، په داسې حال کې يوناني طب هيڅ نه شي کولای، بې له دې چې انسان ومري، خو عصري طب د دې ډول ناروغیو د کنټرول لپاره پرمختللي درمل او وسایل لري.

د داخله ناروغيو د دغه ډاکټر په وینا، د يوناني طب درمل په عصري درملو کې نه دي شامل، بلکې عصري درمل په يوناني درملو کې شامل دي چې له امله يې دغه درمل موثر تماميږي.

د عامې روغتیا وزارت د یوناني طبابت لپاره پر یوه طرزالعمل کار کوي

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امر د پژواک خبریال ته وویل، د یوناني طبابت اړوند موضوع لپاره یو منظم او معياري طرزالعمل جوړوي، څو د خلکو د روغتیا خونديتوب سبب شي.

هغه وايي: «په افغانستان د یوناني طبابت په اړه په یوه طرزالعمل کار روان دی چې په راتلونکو څو ورځو کې به له رسنيو سره شريک شي.»

د يوناني طبیبانو اتحاديې د معلوماتو له مخې، دا مهال په هېواد کې ۱۱۰ حکیمان په رسمي توګه فعالیت لري او شاوخوا زر نور کسان هم شته چې دغه کاروبار کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.