Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

روغتیایي کارپوهان: د طبي کثافاتو ناسم مدیریت عمومي روغتیا او چاپېریال ته جدي ګواښ دی

کابل (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۳): یو شمېر روغتیايي کارپوهان وایي چې طبي کثافات که څه هم ظاهراً بې‌خطره ښکاري، خو د چاپېریال او روغتیا لپاره د یوې لویې ننګونې په توګه کولای شي د خطرناکو ککړتیاوو او جدي ناروغیو سرچینه او دغه ‌راز د ناروغیو د لېږد وسیله هم وي.

په کابل ښار کې د نفوس ډېرېدو او د روغتیایي مرکزونو په بې‌سارې ډېرېدو سره د طبي کثافاتو حجم هم په بې‌سارې ډول ډېر شوی او دغه موضوع د ښاریانو او د طب او چاپېریال برخو کارپوهانو لپاره یوه له اندېښمنوونکو ستونزه ګرځېدلې ده. د دغو کثافاتو ناسم مدیریت نه یوازې د عامې روغتیا لپاره ګواښ دی، بلکې د دغه ښار د چاپېریال لپاره هم جدي خطرونه رامنځته کوي چې اړتیا ده دې ستونزې ته مسوولین جدي پاملرنه وکړي د یوې پایداره حل‌لارې په لټه کې یې شي.

په روغتیايي مرکزونو کې طبي کثافات؛ له تولیده تر له منځه وړو یې

د کیور روغتون د وقایې او انتان څانګې مسوولې ډاکټر فرحت دیبا نوید وویل چې په روغتونونو کې څلور ډوله کثافات موجود دي، ډېر خطر لرونکي کثافات، د منځنۍ کچې خطر لرونکي کثافات، عام کثافات (ښاروالۍ) او چاپېریالي کثافات.

هغې زیاته کړه، د یادو کثافاتو سم مدیریت شپږ مرحلې لري چې د ناروغانو او عملیات خونو پیلېږي او ځانګړو زیرمتونونو کې پای ته رسېږي او که له طبی اړخه سم مدیریت نه شي، د ډېرو ستونزو او چاپېریالي ککړتیا لامل به شي.

د هغې په وینا، هغه ماشین چې په وسیله یې طبي کثافات سوځول کېږي «انسناتور» نومېږي چې کثافات پر ګاز، لوګي او ایرو بدلوي.

هغې زیاته کړه، یاد ماشین دوه برخې لري؛ په لومړۍ برخه کې کثافاتو ته د سانتي‌ګراد له ۷۰۰ تر ۱۰۰۰ درجو حرارت ورکول کېږي او په دویمه برخه کې بیا د سانتي‌ګراد له ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ درجو حرارت ورکول کېږي، دغه‌ راز لوګی یې فلتر کېږي او د اوبو او هوا د ککړتیا لامل هم نه ګرځي.

نوموړې وویل چې د روغتونونو کارکوونکو لپاره هم روزنیز پروګرامونه جوړیږي څو د کثافاتو د لېږد او د ځان ساتلو طریقه په سمه توګه زده کړي.

هغې وویل چې ټول روغتونونه باید د حکومت له لوري وڅارل شي، څو وکولای شي انسناتور ماشینونه ولري؛ ځکه دغه کثافات ګواښوونکي دي.

له کثافاتو د ناروغیو د لېږد ګواښ

د مخ ژامې جراحۍ ټرینر متخصص او د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص استاد رنځوروال ډاکټر محمدعادل اختر پژواک خبري اژانس ته وویل چې طبي کثافات د ناروغیو په ډېرېدو کې یوه له لویو ستونزو ګڼل کېږي چې ویروسي، باکټریايي او سرطاني خطرناکې ناروغۍ پیدا کوي.

هغه زیاته کړه، ښايي په یوه ځای کې طبي کثافات‌ موجود وي چې دغه توکي د خطرناکو ناروغیو د خپرېدو لامل ګرځي.

هغه وویل چې د افغانستان په څېر وروسته پاتې هېوادونو کې طبي کثافات چې وګړي یې په اړه پوره پوهاوی نه‌لري، د بېلابېلو ناروغیو خپرېدو لامل کېږي.

د اختر په خبره، په طبي کثافاتو کې په وینه ککړ توکي موجود وي چې نه یوازې د انسانانو لپاره، بلکې د حیواناتو لپاره هم خطرناک وي.

نوموړي طبي کثافات پر درېیو برخو، ډېر خطرناک، لږ خطرناک او کم‌ خطرناک کثافاتو باندې ووېشل.

نوموړي په هېواد کې د طبي کثافات موجودیت لویه ستونزه وبلله او څرګنده یې کړه چې که سم مدیریت نه‌شي نو د انتاني، ویروسي، نري رنځ، ایډز، هپټایټ B، هپټایټ C او نورو ناروغیو د خپرېدو لامل کېږي.

دغه راز، کابل ښار کې د وهاج روغتون رییس او د تشخصیه ناروغیو مختصص او ټرينر ډاکتر محمدهاشم وهاج پژواک ته وویل، طبي کثافات مختلف ډولونه لري چې د تېرې څوکې لرونکي، د انسان په وینه ککړ او د مصرفي موادو کثافات دي.

هغه زیاته کړه چې ټول دغه کثافات باید په ځانګړو کثافت‌دانیو کې راټول او د اصولو په پام کې نیولو سره په سم ډول له منځه یووړل شي.

د هغه په وینا، ښه ده چې هر روغتون یوه انسناتور دستګاه ولري او کثافات په هغه کې وسوځوي؛ خو که دغه دستګاه ونه لري، نو له اړوندو شرکتونو سره باید د هوکړې له مخې کثافات راټول او له منځه یوسي.

وهاج زیاته کړه چې په عمومي کثافت‌دانیو کې د طبي کثافاتو اچول ډېر زیان لري؛ ځکه که د یو چا لاس پرې ولګېږي، ککړیږي او د کس بدن ته میکروب لېږدي.

بلخوا، کابل ښار کې د کیور روغتون د واکسین ځانګې مسوول ډاکټر محمدجواد وویل، د دغه روغتون ځیني کارکوونکي چې د علمیات او طبي کثافاتو ټولولو پر مهال پر میکروب ککړ شوي وو، ده ته یې د واکسین لپاره مراجعه کړې ده.

هغه زیاته کړه: «هغوی ته لارښونه شوې په روانو اوبو لاسونه ومینځي او په بنداژ یې پاک کړي او لابراتواري معاینات وکړي او بیا راشي واکسین وکړي.»

نوموړي زیاته کړه چې که دغه کسان واکسین ونه کړي، په ناروغیو د اخته امکان یې ډېر دی.

کابل ښاروالي: هيڅ روغتون حق نه‌لري طبي کثافت‌دانۍ له عادي کثافت‌دانیو سره یوځای کړي

د کابل ښاروالۍ استازي نعمت‌الله بارکزي پژواک خبري اژانس ته ویل چې دغه اداره په ښار کې خپل ځانګړی تنظیفي سیسټم لري او ټول کثافات چې د روغتونونو اړوند دي، د یوې مشخصې لارې له مخې په علمي ډول له منځه وړل کېږي.

نوموړي وویل، هیڅ  یو روغتون دا حق نه لري چې طبي کثافات له عادي کثافاتو سره یو ځای کړي او د کابل ښاروالۍ یې انتقال کړي.

د خطرونو په کمولو کې د خلکو رول

د کابل ښار یوه اوسېدونکي انجنیر وحید الله مسکین‌یار وویل چې طبي کثافات ډېر زیانونه لري او دې برخه کې باید ټول خلک اختیاط وکړي.

هغه وویل چې په روغتونونو کې دې له داسې ماشینونو استفاده وشي څو وکولای شي کثافات په معیاري ډول له منځه یوسي.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې په دې اړه د عامې روغتیا وزارت نظر واخلي، خو د دغه وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان په دې اړه ځواب ورنکړ.

له روغتیایي مرکزونو د حکومت نظارت

د چاپېریال‌ساتنې ادارې د نظارت او تفتیش رییس احمدفیصل بریالي پژواک ته وویل چې دې ادارې د طبي کثافاتو مدیریت برخه کې ډېر کار کړی او ښې لاسته‌راوړنې هم لري.

هغه وویل چې لویې لاسته‌راوړنې یې د غونډو جوړول او له اړوندو ادارو سره هوکړې دي.

نوموړي وویل چې ښاري، کیمیاوي، طبي، ساختماني او صنعتي کثافات باید د خلکو له خوا وپېژندل شي او هغه چې انسانانو ته خطرناک دي، طبي کثافات دي.

د هغه په خبره، د چاپېریال‌ساتنې ملي ادارې له قانون سره سم له ۱۱ ارګانونو یوه کمېټه جوړه کړې، دا کمېټه نه یوازې په مرکز، بلکې په ټولو ولایتونو کې فعالیت لري.

بریالي وویل چې دغه کمېټه خپل میاشتنی کاري راپور له دې ادارې سره شریکوي.

د هغه په خبره، کوم شرکتونه چې د طبي کثافاتو ټولولو لپاره جوړ شوي، د چاپېریال‌ساتنې له ملي ادارې یې جوازونه اخیستي دي.

نوموړی وایي چې روغتونونه، کلینیکونه، معاینه‌خانې، لابرتوارونه او هغه ځایونه چې طبي کثافات تولیدوي او له دې ادارې سره ثبت وي، وخت ناوخت ترې نظارت کېږي.

بریالي زیاته کړه چې د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د دوی ساحوي ټیمونه ګومارل شوي او له دغو مرکزونو نظارت کوي.

د هغه په خبره، کوم مرکزونه چې سرغړونه کوي، په لومړي سر کې له هغو ژمنه اخیستل کېږي خو په دویم ځل ورسره قانوني چلند کېږي.

د چاپېریال‌ساتنې د نظارت او تفتیش رییس له ښاریانو غوښتنه وکړه څو په دې برخه کې لازم احتیاط وکړي او له اړوندو ادارو سره همکاري ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.