Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خوست د مرکز اړوند د سورواک سیمې کلینیک فعال شو

خوست‌ښار (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳): د خوست ولایت د مرکز اړوند د سورواک سیمه کې کلونه وړاندې جوړ شوی روغتيايي کلینیک فعال شو.

د خوست ولایتي مسوولین وايي، د دغه کلینیک په فعالېدو سره به د سورواک سیمې شاوخوا  ۱۵ زره اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر ګل‌احمد مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه کلینیک کې به د اوس لپاره د ورځې اته ساعته خدمات وړاندې کېږي، خو په نږدې راتلونکي کې به د خدماتو وخت ۲۴ ساعتونو ته وغځول شي.

هغه وويل: «پنځلس زره نفوس به له دغه کلینیکه برخمن وي او تداوي به یې کېږي؛ اوس شروع په دې کلینیک وشوه، موږ اته کلینیکونه نور لرو، تعمیرونه یې جوړ دي، په لنډ وخت کې به هغه هم فعال شي او ان‌شاالله خپل ټول ولس ته د روغتیا برخه کې خدمات وړاندې کوو.»

بلخوا، د سورواک سيمې یو شمېر اوسېدونکي د یاد کلینیک د فعالېدو هرکلی کوي او وايي چې د دغه روغتیايي مرکز فعالېدل به د دوی د ژوند په ښه‌والي کې مهم رول ولوبوي.

د سورواک یوه اوسېدونکي جاهد پژواک اژانس ته وويل، مخکې له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ وو او ډېر کله به ناروغانو ښار ته پر لاره کې ژوند له لاسه ورکاوه.

دی وايي: «د صحت برخه کې له ډېرو مشکلاتو سره مخ یو، دلته چې مریض وشي، له موږ تقریباً ۱۵ کیلومتره بازار لرې دی، نو چې هلته ځان رسوې، ناروغ یا مړ وي او یا نور پسې خراب شي.»

د دې سیمې یوه بل اوسېدونکي نورجهان بیا پژواک ته وويل، په سورواک کې له ۱۵ زرو ډېر کسان ژوند کوي، نو په کار ده چې ژر تر ژره په دغه کلینیک کې ۲۴ ساعته خدمات پیل شي.

هغه زياته کړه: «موږ ته باید ۲۴ ساعته خدمات پیل شي؛ ځکه د شپې او ورځې چې موږ ته مریض پیدا شي، نو ډېر تکلیف دی یا خوړ راغلی وي، اوبه په کې وي، یا لاره بنده وي، نو په شا خو یې نه شو وړلی.»

د خوست د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې اته نور کلینیکونه هم غیرفعال دي چې په نږدې راتلونکي به هغه هم بېرته فعال شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.