کابل (پژواک، ۱۷ مرغومې ۱۴۰۳): د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د یوه ایراني شرکت مسوولینو په افغانستان کې د اوبو، ډبرو سکرو، ګاز او لمر له سرچینو څخه د برېښنا د تولید پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د ایران د «نیروی برق دیبا» شرکت له مسولینو سره وکتل.
سرچينې لیکلي چې په دغه لیدنه کې د دغه شرکت مسوولینو وویل، لېواله دي چًې د اوبو، ډبرو سکرو، ګاز او لمر له سرچینو څخه د انرژۍ د تولید پروژو په برخه کې پانګونه وکړي.
یاد وزارت لیکلي، منصور د دغه وزارت له لوري د اړینو همکاریو ډاډ ورکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د وزارت له تخنیکي ټیم سره د پروژو د ټاکلو او د پانګونې د څرنګوالي په هکله همغږي وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ویلي، د دواړو لورو د تخنیکي مسؤلینو ترمنځ تر همغږیو وروسته، د هوکړه لیک د لاسلیکولو او د عملي ګامونو د پلي کولو په برخه کې به وروستي اړین اقدامات ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP