Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو شمېر زرنج ښاریان د سون توکو د بیو کنټرول غوښتنه کوي

زرنج‌ (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳): د نیمروز مرکز زرنج ښار یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې په بازار کې د سون توکو د بیو کنټرول غوښتنه کوي چې مسوولین وايي، له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.

هغوی وايي، هر کال په ژمي کې د هوا په سړېدو سره د سون توکو بیې لوړېږي چې بې‌وزله کورنۍ یې د پېرلو توان له لاسه ورکوي.

د زرنج ښار اوسېدونکی احمد نورزی چې د اوبلن ګاز پېرلو لپاره بازار ته راغلی، وايي، له یوې اونۍ راهیسې ګاز په بازار کې په بېلابېلو بیو پلورل کېږي.

هغه وویل: «یوه هفته مخکې مې له شرکت څخه ګاز کیلو په ۵۰ افغانۍ راډک کړ، نن چې د یوې ډبې ګاز ډکولو لپاره د کوڅې د سر دوکان ته راغلم، یو کیلوګرام په ۶۵ افغانۍ شوی، زه حیران یم، ایا واقعاً ګاز قیمته شوی، که هر هټی‌وال یې په هغه بیه خرڅوي چې زړه یې غواړي.»

د زرنج ښار بله اوسېدونکې فرشته هم د سون توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي او وايي، نن د تېرې یوې اونۍ په پرتله د یو کیلوګرام ګاز بیه له ۵۲ څخه ۶۷ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغې له اقتصادي ستونزو د شکایت ترڅنګ وویل: «هټۍوال د ژمي له ساړه او د خلکو له مجبویته استفاده کوي، ناچاره خلک باید د خپل کور ګرمولو لپاره له ګاز یا لرګیو استفاده وکړي، خو په بازار کې د سون توکو بیې لوړې دي او توپیر کوي.»

هغه له مسوولینو غواړي چې د سون توکو بیې کنټرول کړي.

دغه راز، د زرنج بل اوسېونکي شعیب وویل، پر دې سربېره چې مایع ګاز په بېلابېلو بیو پلورل کېږي، په بازار کې د لرګیو بیه هم یو ډول نه ده او لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه: «یوه اونۍ مخکې په بازار کې د یو من (۴ کیلوګرامه) لرګي بیه ۳۵ افغانۍ وه؛ خو اوس ۵۰ افغانیو ته لوړه شوې؛ خلک بې‌وزله دي، د اخیستو وس یې نه لري.»

هغه هم د ښار په ناحیو کې د لرګیو د بېلابېلو بیو خبره کوي او له مسوولینو غواړي چې د سون توکو بیې کنټرول کړي.

شعیب وویل چې د ښار په یوه سیمه کې یو من (۴ کیلوګرامه) لرګي په ۴۰ افغانۍ خو په بله سیمه کې بیا په ۵۲ افغانیو پلورل کېږي.

په همدې حال کې، د نیمروز د صنعت او سوداګرۍ ریاست د صنعتي پارکونو امر محمداسحاق جویا پژواک ته وویل، د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د ریاست‌الوزراء په لارښونه «د حتکار مخنیوی او بیو کنټرول» په نوم د لسو ادارو ګډ کمېسیون جوړ کړی څو په بازار کې نرخونه کنټرول کړي.

هغه زیاته کړه، دغه کمېسیون هره میاشت د خوراکي، سون او نورو توکو د پلور نرخ‌پاڼه جوړوي او پر هټۍوالو یې وېشي.

هغه وویل: «په مرغومي میاشت کې د جوړې شوې نرخ‌پاڼې له مخې، په شرکتونو کې په عمده ډول د یو کیلوګرام ګاز بیه ۳۵ افغانۍ او په هټیو کې په پرچون ډول ۵۵ افغانۍ، د یو من (۴ کیلو) لرګيو عمده ډول بیه ۳۵ افغانۍ او پرچون بیه يې ۴۵ افغانۍ او دغه راز د یو من زغ لرګيوعمده بیه ۳۰ او پرچون بیه یې ۳۵ افغانۍ ټاکل شوې ده.»

هغه د سون توکو له ټولو پلورونکو غواړي چې د ټاکل شوې نرخ‌پاڼې له مخې توکي وپلوري؛ ځکه ټاکل شوې کمېټه هره ورځ په بازار کې نرخونه کنټرولوي او له سرغړوونکو سره قانوني چلند کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.