نیلي (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳): په دایکنډي کې یوه ځوان په ټولنیزو شبکو کې د خیریه کمپاینونو له لارې د لسګونه بېوزلو ناروغانو د درملنې لګښتونه برابر کړي او د ټولګټو پروژو په پلې کېدو کې یې همکاري کړې ده.
سیدرضا موسوي ۳۶ کاله مخکې د میرامور ولسوالۍ په تخاوي کلي کې زېږېدلی او په وینا یې، له ماشومتوبه یې له ماشومانو سره مرستې، همکاري او خیریه کارونه ته لېوالتیا درلوده؛ اوس د خیریه کارونو له ترسره کولو او د خلکو د ستونزو له هوارولو خوند اخلي.
هغه په ټولنیزو شبکو کې د خیریه کمپاینونو له لارې توانېدلی له لسګونو اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.
له یوه کوچني فکره تر لوی بدلونه
سیدرضا چې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د فزیک له څانګې فارغ شوی، اوسمهال د میرامور ولسوالۍ د پوهنې مدیریت د مسلکي غړي په توګه کار کوي، د دې ترڅنګ دی توانېدلی چې د ټولنیزو شبکو له ځواکه په ګټې اخیستو د خپلې ټولنې د ټپونو لپاره ملهم شي، هغه دوه کاله مخکې «د ژوند مسکا خیریه صندوق» په نوم د فېسبوکپاڼې په جوړولو بریالی شو چې د لسګونو کسانو او ماشومانو پر خوله مسکا راولي.
موسوي د پژواک خبري اژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل چې فعالیتونو یې په لرو پرتو او محرومو سیمو کې د ښوونځیو جوړول او بیارغول، د ناروغانو درملنې لګښتونو برابرول او د لارو او سړکونو بیارغولو په ګډون د ټولګټو پروژو پلې کول دي.
هغه زیاته کړه چې یاد اقدامات د اړمنو کسانو د ژوند د وضعیت ښه کېدو او د مهمو زیربناوو د پراختیا لپاره ترسره کېږي.
هغه وايي: «د نورو کسانو د ستونزو او سختیو ليدل د یادو فعالیتونو پیلېدو اصلي لاملونه دي او هڅې مې د دې لپاره دي چې د بېبرخو او بېوزلو کسانو ژوند ښه شي او دغو اقداماتو له شخصي انګېزې او د ټولنیز مسوولیت له احساس څخه سرچینه اخیستې ده.»
هغه وايي چې تر اوسه په ټولنیزو شبکو کې د کمپاین له لارې د یادې ولسوالۍ په یوه محرومه سیمه کې یو ښوونځی د مرستهکوونکو په مالي مرسته جوړ شوی او دغهراز د یاد پروګرام یوه بله لاستهراوړنه پر بېلابېلو ناروغیو د لسګونو اخته ناروغانو درملنې لګښت برابرول دي او ترڅنګ یې په ځینو نورو ټولګټو پروژو کې هم همکاري شوې ده.
هغه وویل چې د مالي مرستو راټولولو لپاره په موصلاتي لارو کې څو ځایه صندوقونه اېښودل شوي چې په خبره یې، له دې لارې د دایکندي عمومي لارې ترمیم او بیارغول کېږي.
هغه دغه راز زیاته کړه، تر اوسه یې د دغو خیریه صندوقونو له لارې د دایکندي د لویې لارې د ترمیم لپاره څو کاګران د ورځ مزدورۍ په بدل کې ټاکلي او د دې لارې ډېرې خرابې برخې جوړې شوې او جوړېږي.
موسوي د خپل دغه پروګرام له لارې په دې وروستیو کې د دغه ولایت په محرومو سیمو کې د زدهکړو څو مرکزونه هم فعال کړي چې په وینا یې، د صندوق د ودې او عوایدو ډېرېدو لپاره بازار ته د تلو پلان لري څو له دې لارې د ډېرو اړمنو لاسنیوی وکړي.
هغه څرګنده کړه: «بازار کې د «لبخند زندهگی یا د ژوند مسکا» په نوم دوه قصابۍ لرو چې د ورځنۍ ګټې لس سلنه یې زموږ صندوق ته ورکوي او ډېر ژر به د میرامور په اسکان بازار کې د لبخند زندهگی په نوم خیاطي هم پرانیستل شي، له هغو هټۍوال چې وضعیت یې ښه دی، غوښتل شوي چې د ورځنۍ ګټې لس سلنه موږ ته راکړي څو په خیریه کارونو کې ولګول شي.»
هغه دغه راز وویل: «د مرستهکوونکي او مرسته ترلاسهکوونکي ترمنځ د ارتباطي پله په توګه هم کار کوو، هر څوک چې وغواړي په هر ځای کې له ناروغ، اړمن، د پله، ښوونځي او نورو په جوړېدو کې مرسته وکړي، همالته مرسته رسوو.»
موسوي د دغه کار موخه د خدای ج رضا، د پوهنې او ښوونځیو وضعیت ښه کېدل، اړمنو کسانو ته د روغتیايي خدماتو رسول، د سړکونو او زېربناوو بیارغول بولي.
هغه له خیررسوونکو غواړي څو د خپل توان په اندازه د دایکنډي د عمومي لارو ترڅنګ د زېربناوو د پیاوړي کولو او بیارغولو لپاره د لبخند زندهگی له صندوق سره مرسته وکړي.
د دغه غوځښت هیلهبښونکې کیسې
ګلبهار د هغه ناروغ مېرمن ده چې موسوي د ټولنیزو شبکو له لارې د کابل په روغتونونو کې د هغې د خاوند د څو پړاوه درملنې د لګښت زمینه برابره کړې ده. هغه وايي چې ان د یوې ګولۍ اخیستو توان یې نه درلود او د دغه ځوان مرسته د دې لامل شوه چې خاوند یې څو ځلې د درملنې لپاره کابل ته بوځي.
هغې زیاته کړه، څو کاله مخکې یې د خاوند ملا او پښې د ډبرو سکرو کان کې د کار پر مهال ماتې شوې او له هماغه وخت راهیسې یې د خاوند د درملنې او د کورنۍ لګښت پر غاړه دی.
ګلبهار وویل: «د خاوند وضعیت مې ډېر خراب دی، د نهه کسانو مسوولیت مې پر غاړه دی، کور کې هېڅ څه نه لرو، د یوې مړۍ ډوډۍ په تمه یو چې څوک یې راکړي، خدای دې موسوي ته خیر ورکړي، تېر کال یې موږ ته پیسې راکړې، څو ځلې مې خاوند کابل ته بوت، کله یې چې وکتل ماشومان مې له لوږې مړه کېږي، زموږ د ټول ژمي مصرف یې راووړ.»
هغه سره له دې چې د «لبخند زندهګی» خیریه صندوق له مرستو خوښه ده خو بیا هم د لا ډېرې مرستې غوښتنه کوي او له ټولو خیرغوښتونکو غواړي چې د خیر په کارونو کې ونډه واخلي.
ورته مهال، دایکنډي کې یو فرهنګي فعال امان رویان وايي چې موسوي ډېر ښه او بېمخینې کار ترسره کړی او په خپلو هڅو توانېدلی چې د ټولنیزو شبکو په مرسته د خپل دغه نوښت له لارې د دایکنډي په ګوټ ګوټ کې بنسټیز کارونه ترسره کړي.
هغې زیاته کړه، اوسنۍ نړۍ کې ټولنیزې رسنۍ کولای شي چې د خبر رسونې برخه کې اړین رول ولوبوي او دا خبر رسونه کولای شي چې د ټولو خلکو ترمنځ د همکارۍ، یووالي او مرستې زمینه برابره کړي.
رویان څرګنده کړه: «په دوو یا درېیو وروستیو کلونو کې موږ په دایکنډي کې د دې شاهدان وو چې د همدې ټولنیزو رسنیو د فعالیتونو له لارې څو جوماتونه او ښوونځي جوړ شول او دغهراز، په بېلابېلو ناروغیو اخته څو کسان چې د اقتصادي ستونزو له امله یې د درملنې وس نه درلود، له همدې لارې ورته د درملنې او ډاکټرانو پیسې راټولې شوې دي.»
هغې زیاته کړه، موسوي د یاد نوښت له لارې د ټولنې بېوزلو خلکو ته د پیسو راټولولو ترڅنګ د زدهکړو برخه کې هم ډېر کارونه ترسره کړي چې د هغې په وینا، اوس مهال یې څو داسې ساحو کې چې هلته هیڅ ښوونځی یا د زدهکړو مرکزونه نشته، څو مرکزونه فعال کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP