کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳): افغان او ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ راکړې ورکړې د ډېرېدو او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د لار نقشې د لاسلیکولو، د ترانزیټي لګښتونو کمولو او له ریل پټلۍ سره د چابهار نښلولو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په افغانستان کې د ایران له سفیر عليرضا بیګدلي سره لیدلي دي.
سرچینې لیکلي چې په یاده لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ راکړې ورکړې او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د لار نقشې د لاسلیکولو، افغانستان کې د پانګوالو لپاره باور جوړولو، د ټرانزیټي لګښتونو کمولو، له ریل پټلۍ سره د چابهار نښلولو، ګمرکي تعرفو او بانکدارۍ په اړه خبرې اترې شوې دي.
سرچینې څرګنده کړې چې دواړو خواوو د خپلو پروګرامونه په اړه خبرې کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ډېرېدو پر وړاندې د خنډونو پر لرې کولو او لا ډېرو لیدنو یې ټینګار کړی دی.
بلخوا، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د بلاروس هېواد د صنایو وزارت له معین کازینتاسو اندرو سره هم لیدلي دي.
د سرچینې په وینا، په یاده لیدنه کې د بلاروس هېواد د صنایو وزارت معین د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او له افغانستان سره یې د سوداګریزې راکړې ورکړې د ډېرېدو غوښتنه کړې ده.
سرچینې څرګنده کړې چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ امارو د بیانولو ترڅنګ د سوداګرۍ د بیلانس پر تعادل هم ټینګار وکړ.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ په بیلانس کې د تعادل لپاره د ګډو نندارتونونو پر جوړولو، د افغانستان او بلاروس د دولتي او خصوصي سکټور د پلاوو ترمنځ د سوداګریزو کنفرانسونو او ناستو پر جوړېدو هوکړه وشوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP