ژبه

د امریکا لاس‌انجلس کې اورلګېدنې تر اوسه د ۱۶ کسانو ژوند اخیستی

کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳): امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د کلیفورنیا ایالت په لاس‌انجلس ښار کې د اورلکېدنې له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۱۶ ته لوړ شوی او څه باندې ۱۲ زره کورونه هم ویجاړ شوي دي.

اېن‌بی‌سی نیوز نن (یک‌شنبه) راپور ورکړی چې د اورلګېدنې له امله د پالیزیدس، ایتون، هرست، کنت او لیدیا سیمې زیانمنې شوې دي.

د راپور له مخې، چارواکو ځایي اوسېدونکو ته سپارښتنه کړې چې خپلو سیمو ته له بېرته ورتلو ډډه وکړي او اوس هم څه باندې ۱۰۰ زره کسانو ته له خپلو سیمو د وتلو امر شوی دی.

لاس‌انجلس کې ځايي چارواکو خبرداری ورکړی چې ښايي په راتلونکو ورځو کې د سختو بادونو له امله اورلګېدنه لا پراخه شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په لاس‌انجلس کې اوسنی وضعیت د جګړې صحنه بللې او خبرداری یې ورکړی چې ښایي د اورلګېدنې له امله د قربانیانو شمېر ډېر شي.

اټکل شوی چې یادې اورلګېدنې تر اوسه ۱۳۵ تر ۱۵۰ میلیارد ډالر مالي زیان اړولی.

د ویلو ده، دغه اورلګېدنه تېره اونۍ د سه‌شنبې په ورځ پیل شوه او تر اوسه د اور وژلو لپاره د اور وژونکو هڅو پایله نه ده ورکړې.

ورته موضوع