کابل (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳): د تېر لمریز کال له پیل راهیسې افغانستان کې د وچکالۍ، زلزلو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو له امله څه باندې ۲۴ زره کورنۍ بېځایه شوې دي چې تر نیمایي ډېرې یې په هرات او هلمند کې دي.
پېښوځپلې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي او د چارو شنونکي د اقلیمي بدلون له زیانونو سره پر مبارزه ټینګار کوي، وایي چې د افغانستان سرپرست حکومت او نړۍواله ټولنه باید په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او د احتمالي ناروین مخه ونیسي.
حکومت وایي، هڅې یې کړې دي څو په هېواد کې د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو مخنیوی وکړي او په دغه برخه کې یې د زیانمنېدو په اړه معلومات، طرحې او پروپوزلونه تر نړۍوالو ادارو رسولي دي.
اقلیمي بدلون
د ځمکې اقلیمي وضعیت په چټکۍ د بدلېدو په حال کې دی. د ځمکې ګرموالی په ځینو سیمو کې د وچکالۍ، خو په ځینو کې بیا د سختو توپانونو، بارانونو او سېلابونو لامل کېږي او طبیعي یخچالونه وېلې کوي چې د دریابونو د اوبو سطحه ورسره لوړېږي.
څېړنې ښيي چې د اقلیم بدلون او په ځانګړې توګه د بارانونو زیاتوالی او د طبیعي یخچالونو وېلې کېدل کولی شي تر ځمکه لاندې ګواښونه لکه زلزلې او اتشفشانونه هم زیات کړي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې خورا لږ (۰.۱۹ سلنه) شینکوریز ګازونه خپروي، خو د بشردوستانه چارو همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (اوچا) د معلوماتو له مخې، د اقلیمي بدلون له کړکېچ سره د مخامخ هېوادونو په کتار کې څلورم ځای لري.
د تېر کال له پیل راهیسې په منځنۍ کچه هره ورځ ۳۹ کورنۍ بېځایه شوې دي
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر (۱۴۰۲) کال له پیله د روان (۱۴۰۳) کال تر مرغومي د طبیعي پېښو له امله ۲۴۲۹۷ کورنۍ بېځایه شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د طبیعي پېښو له امله هرات کې ۷۴۲۹، هلمند کې ۵۱۹۴، نیمروز کې ۲۱۲۹، غور کې ۱۹۶۰، بدخشان کې ۱۷۳۴، تخار کې ۱۳۷۶، اروزګان کې ۱۲۱۵، فاریاب کې ۴۶۲، کندهار کې ۳۸۰، ډایکنډی کې ۳۶۶، فراه کې ۳۴۰، کندوز کې ۱۹۰، بامیانو کې ۱۶۱، میدانوردګو کې ۱۴۵، غزني کې ۱۴۵، سمنګان کې ۱۳۰، لغمان کې ۱۱۷، پروان کې ۱۰۲، سرپل کې ۹۷، پکتیا کې ۹۷، کاپیسا کې ۹۴، پنجشېر کې ۷۰، پکتیکا کې ۵۸، کونړ کې ۳۷، بادغیس کې ۳۴، جوزجان کې ۱۸، زابل کې ۱۳، خوست کې ۱۱ او بغلان کې درې کورنۍ بېځایه شوې دي.
د ټولو دغو بېځایه شوو کورنیو نږدې ۳۱ سلنه په هرات او څه باندې ۲۱ سلنه په هلمند کې او پاتې نورې په ۲۸ نورو ولایتونو کې دي. تر ډېره په هرات کې زلزله او په هلمند کې وچکالي د بېځایه کېدو لاملونه دي.
د راپورونو له مخې، د تېر کال تلې میاشت کې هرات او شاوخوا ولایتونه یې زلزلې ولړزول، د هرات ولایت په نهو ولسوالیو کې یې خلکو ته زیانونه واړول، خو تر ټولو ډېر زیانونه یې د هرات ولایت په غوریان او زندهجان ولسوالیو کې وو.
له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې هغه مهال ویلي وو چې په ټوله کې په هرات کې د زلزلې له امله ۲۰۵۳ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده او ۱۳۲۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
تېر کال په لېندۍ میاشت کې د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض ویلي وو چې په تېرو دوو کلونو کې د وچکالۍ له امله د دغه ولایت له څلورو ولسوالیو دوه زره کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړې شوې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت معلومات ښیي چې کابل، لوګر، بلخ او ننګرهار کې د تېر کال له پیل راهیسې د طبیعي پېښو له امله کورنۍ نه دي بېځایه شوې.
سرچینه د جزییاتو له ورکولو پرته وایي چې په یاده موده کې د غیرطبیعي پېښو له امله هم ۱۳۱۶۸ کورنۍ بېځایه شوې چې تر نیمایي ډېرې یې په کابل، کندوز او جوزجان ولایتونو او پاتې نورې یې په ۲۴ نورو ولایتونو کې دي.
یاد وزارت د دغو غیرطبیعي پېښو په اړه جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې په کابل کې زرګونه کورنۍ د هغو کمپونو د له منځه وړو له امله بېځایه شوې دي چې په ناقانونه ډول جوړ شوي وو.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، پخوا به خلک د جګړو له امله بېځایه کېدل خو د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو را وروسته چې کوم کسان بېځایه شوي، ډېری کورنۍ یې د وچکالۍ، سېلابونو، زلزلو او نورو طبیعي پېښو له امله بېځایه شوې دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د شمېرو له مخې، تېر کال څه باندې ۷۷۰۰ کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوې دي. کېدای شي روان کال هم یو شمېر کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې شوې وي، خو شمېرې یې نه دي خپرې شوې.
د تېر کال په پرتله روان کال د بېځایه شوو کورنیو شمېر کم دی
روان کال تر اوسه د بېځایه شوو کسانو شمېر ځکه کم دی چې تېر کال د هرات زلزلې ډېر کسان بېځایه کړل، خو روان کال داسې کومه لویه پېښه نه ده رامنځته شوې.
پېښو ډېر ځاني او مالي زیانونه هم اړولي دي.
له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې ویاند ملا جانان سایق د جزییاتو له ورکولو پرته وایي، د روان ۱۴۰۳ کال له پیل څخه تر اوسه د طبیعي او غیرطبیعِي پېښو له امله شاوخوا ۱۱۷۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۱۹۱۱ نور ټپیان شوي، څه باندې ۲۱ زره کورونه په بشپړ یا په نیمه ډول ویجاړ شوي او نږدې ۱۷ زره څاروي تلف شوي دي.
بېځایه شوي له ستونزو شکایت کوي
د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د شالبافان کلي اوسېدونکی عبدالواحد چې تېر کال د زلزلو له امله د هرات ښار حوض کرباس سیمې ته له خپلې کورنۍ سره بېځایه شوی، وايي چې زلزلې یې کور ړنګ کړ او اوس په هرات ښار کې په کرایي کور کې اوسېږي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
د هلمند د نوزاد ولسوالۍ د دانې کلي اوسېدونکی محمود وایي چې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې د وچکالۍ له امله لښکرګاه ته را کډوال شوی دی.
دی وایي: «اوبه مو نه درلودې، زموږ په منطقه کې تقریبا دوه درې سوه کورونه وو، خو اوس هلته لس کورونه هم نه دي پاتې او ټول د وچکالۍ له امله نورو سیمو ته کډوال شوي دي. هلته مو ژوند برابر و، اوبه وې، غنم وو، کښتونه وو، دلته بس روزانه ده، ټوله ورځ ګرځو روزانه پیدا کوو، د نن پیدا کړو د سبا غم کوو، د سبا پیدا کړو د بل سبا غم کوو.»
اسماعیل د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکی دی چې د له تېرو دونیمو کلونو راهیسې د وچکالۍ له امله هرات ښار ته کډوال شوی او هلته له خپلې کورنۍ سره د یوې چاردیوالۍ دننه په خیمه کې ژوند کوي.
هغه وایي: «هلته موږ د وچکالۍ له ستونزو سره مخ وو، د خپلو بچیانو د ستړیا له لاسه دلته راغلو، بعضې پاکستان ته ولاړو، هلته مو هم د ګوزارې ځای پیدا نه کړ، اوس دلته په هرات ښار کې د انصاري په کوڅه کې په یوه چاردیوالي کې ژوند کوو، موږ حتی د کرایې پیسې نه لرو چې په یوه داسې ځای کې ځان او خپل بچي خوندي کړو چې حداقل سرپناه وي، بچیان مو لوڅې پښې څرخي، د خپلو بچیانو د پښو پټولو وس نه لرو.»
دی وایي: «په کور کې مریض راته پروت وي، موږ څرخو کاغذونه ټولوو او ماښام یې راوړوو، دا ورته سوځوو، همدا کاغذونه پر خلکو خرڅوو چې بیا د بچیانو د یوې ګولې ډوډۍ او اوبو غم ورته وکړو، حتی موږ دلته اوبه نه لرو، له خپل ولایت څخه راغلو چې دلته به هوسا شو، دلته مو له هغه ستړیا ډېره شوه.»
اسماعیل وایي، شتمن هېوادوال دې د دوی له کور او ژوند څخه لېدنه وکړي او مرسته دې ورسره وکړي.
محمدعلم د بادغیس ولایت د مرغاب ولسوالۍ د جنداګ اوسېدونکی دی چې د سېلابونو له امله د دغه ولایت مرکز فېروزکوه ته کډوال شوی دی.
هغه وایي، اوو میاشتې کېږي چې له خپل اصلي ټاتوبي بېځایه شوی، دوه میاشتې له خپلې کورنۍ سره په غرونو کې و، څلور میاشتې یې په فېروزکوه ښار کې په خیمو کې تېرې کړي، خو اوس د حکومت له خوا د سېلابځپلو لپاره د جوړ شوي کمپ په یوه کور کې اوسي.
یاد بېځایه شوي کسان وایي، که وچکالي ختمه شي، لېواله دي چې خپلو سیمو ته ولاړ شي.
د راپورونو له مخې، د تېر کال له پیل راهیسې له زرګونو زیانمن شوو کورنیو سره مرستې شوي او ډېرو هغو ته کورونه هم جوړ شوي چې کورونه یې زلزلو او یا سېلابونو وران کړي دي.
«که د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو مخه ونه نیول شوي، ناروین رامنځته کیږي»
د اقلیمي بدلون او چاپېریالي چارو متخصص سیدمحمد سلیمانخېل وایي، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله زیانمنونکی دی، ورځ تر بلې اغېزمن کېږي او که چېرې یې مخه ونه نیول شي نو بشري ناورین به رامنځته شي.
سلیمانخېل وایي چې حکومت دې له شته امکاناتو کار واخلي او د دې ستونزې حل دې په خپلو لومړیتوبونو کې ونیسي.
هغه وایي اسلامي امارت ته په کار ده څو له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول له هغو هېوادونو سره تعامل زیات کړي چې د اقلیمي بدلون له امله اغېزمنو هېوادونو سره مرستې کوي، څو افغانستان هم وکولای شي په دغه برخه کې مرستې ترلاسه کړي.
دی وایي، نړۍواله ټولنه دې دغه موضوع نه سیاسي کوي او له افغانستان سره دې د اقلیمي بدلون د اغېزو مخنیوي برخه کې اړینې مرستې وکړي.
هغه زیاتوي: «مرکزي ولایتونو اوسمهال له سختو وچکالیو سره مخ دي، او د وچکالیو له زیاتېدو سره به کورنۍ کډوالي نور هم زیاته شي، چې دا به د کرنې او نورو برخې هم اغېزمنې کړي، که چېرې د دې لپاره اقدامات ونه شي، د ځمکې اوبه به نورې هم ټیټې شي، زراعتي محصولات به له منځه ولاړ شي او موږ به د اوبو زیرمې هم له لاسه ورکړو.»
دی وایي، د کرنې وزارت دې داسې تخمونه ووېشي چې له وچکالۍ سره مقاومت ولري.
د هغه په وینا، د دې لپاره چې د اقلیمی بدلون اغېزې راکمې شي، باید حکومت په اغېزمن شوو سیمو کې د جوماتونو، علماوو، ښوونځیو او محلي ټولنو له لارې خلکو ته اړین عامه پوهای ورکړي.
د سلیمانخېل په خبره، حکومت باید د اقلیمي بدلون له امله په ډېرو اغېزمنو ولایتونو کې بېړني مرکزونه جوړ کړي او د وړاندوینې سیسټمونه دې نور هم پياوړي کړي څو خلک او حکومت مخکې له مخکې چمتووالی ولري.
«د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو د مخنیوي هڅې روانې دي»
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون رییس انجینر روحالله امین بیا وایي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله په بېلابېلو برخو کې اغېزمن شوی او نړۍوله ټولنه دې په مالي او تخنیکي برخو کې له افغانستان سره مرستې وکړي.
دی وایي، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې هڅه کړې دي څو د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو مخنیوی وکړي او په دغه برخه کې یې طرحې پروپوزلونه او د افغانستان زیانمنېدونکي حالت په اړه معلومات تر نړۍوالو ادارو رسولي او اړوندو ادارو سره یې همغږي کړې ده.
هغه زیاتوي چې په کور دننه هم یادې ادارې له اړوند ادارو سره په وار وار ناستې کړې دي څو په دې برخه کې شته پروژې په ښه توګه پلې شي او د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو مخنیوی وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP