فېروزکوه (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۳): غور کې د لاسي صنایعو تولیدونکي یو شمېر ښځې چې ورته د کاروبار زمینه برابره شوې، خوشحاله دي خو له اسلامي امارته غواړي چې د کاروبار پراختیا لپاره یې د دوی ملاتړ وکړي.
ورته مهال، د غور د ښځو د سوداګرۍ خونه وایي، که څه هم په افغانستان کې ښخو ته د سوداګرۍ زمینه برابره ده او په هېواد کې د لاسي صنایعو وضعیت د ودې په حال کې دی، خو اوس هم دا ښځې د مالي سرچینو له کمښت او د خپلو فروشاتو لپاره د مناسب بازار له نشتوالي سره مخ دي.
هغه ښځې چې د لاسي صنایعو برخه کې کار کوي
غور کې د لاسي صنایعو یوې تولیدونکې ساناز محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل: «ما له کوچنیوالي له لاسي صنایعو سره لېوالتیا لرله او تل به مې له خپلې مور سره په هنري کارونو کې مرسته کوله، اوس زه هم دې برخه کې کار کوم او کار مې له د ستمال او یخن ګنډولو پیل کړ.»
نوموړې چې له خپل کاره راضي ده، وایي چې د دې ترڅنګ چې د خپل مصارف په خپله تامینوي د خپلې کورنۍ په لګښت کې هم مرسته کوي.
نوموړې له جزئیاتو ورکولو پرته د خپل عاید په اړه وویل چې لسو ورځو کې د نارینهوو یوه جوړه ګنډي او له هغې اجوره لاسته راوړي.
لاسي صنایعو برخه کې یوه بله بوخته مېرمن پروین اماني وايي چې دې برخه کې د کار له لارې د خپلې کورنۍ د اقتصادي وضعیت ښه کېدو کې یې مرسته کړې ده.
نوموړې د صنعتګرو ښځو د ملاتړ غوښتنه کوي او وايي، د بازار نشتوالی او د خامو موادو لوړې بیې د دوی عمده ستونزې دي، له اسلامي امارت غوښتنه کوي چې د دوی د تولیداتو د بازارموندنې او د خامو موادو د بیو په برخه کې پاملرنه ولري.
نوموړې زیاته کړه چې د ښځو د لاسي صنایعو د ودې لپاره باید هغوی ته روزنیز پروګرامونه جوړ شي څو وکولی شي باکیفته تولیدات ولري.
د غور د ښځو د سوداګرۍ خونه
د غور د ښځو د سوداګرۍ خونې اجراییوي مدیره اورانوس عارفي وایي چې دمګړۍ د غور په ګډون په افغانستان کې د ښځو لپاره د سوداګرۍ او پانګونې زمینه برابره ده او اوسمهال د دغه ولایت په ګدون په ټول هېواد کې د لاسي صنایع برخه د ودې په حال کې ده.
هغې زیاته کړه چې د دغه ولایت په ګډون د هېواد په کچه د لاسي صنایعو تولیدونکې ښځې د ډېرېدو په حال کې دي او دا چاره دې برخه کې د مثبتې ودې ښکارندویي کوي.
د عارفې په خبره، د لاسي صنایعو تولیدونکې مېرمنې له ځینو ستونزو سره هم مخ دي چې باید هغو ته رسېدنه وشي.
هغې زیاته کړه: «تولیدونکي له مالي ستونزو سره مخ دي چې باید دې برخه کې دولتي ارګانونه او نادولتي بنسټونه ملاتړ وکړي څو وکولی شي هغوی خپلو کوچنیو سوداګریو ته وده ورکړي.»
د هغې په خبره، باید په ملي او نړۍوالو نندارتونو کې د ښځو د ګدون زمینه برابره شي، د دوی تولیداتو ته بازار موندنه وشي او دغه راز د ښځو د لاسي صنایعو پر صادارتو مالیات کم شي.
هغه وایي چې د افغان مېرمنو په لاس جوړې شوې غالۍ، ګیلمونه او په لاس جوړ شوي کالي لوړ کیفیت لري او ان په نړۍوال مینهوال لري او په نړۍوالو بازارونو کې په سیالۍ دي، خود دغو ښځو ظرفیت لوړونه یې اړینه وبلله.
مېرمن عارفي د ښځو لپاره د لاسي صنایعو برخه کې د مسلکي زدهکړو پروګرامونو جوړولو په اړه وویل چې داسې پروګرامونه ډېر کم دي او باید دې برخه کې پاملرنه وشي څو دا ښځې خپل مهارتونه لوړ کړي او باکیفیته تولیدات ولري.
هغه وایي: «موږ څو ځله له دولتي او نادولتي ارګانونو سره خبرې کړې چې د ښځو یو ځانګړی بازار جوړ کړي، په هڅه کې یو چې جوړ شي او دغهراز موږ ښځو ته روزنیز پروګرامونه هم لرو، سوداګرو او هغو ښځو ته چې کوچني تجارتونه لري هم روزنیز پروګرامونه لرو چې هغوی په سم ډول انلاین پلور زدهکړي.»
نوموړې وایي چې اوسمهال دغه ولایت کې د لاسي صنایعو برخه کې ۳۰۰ ښځې له دې خونې سره ثبت دي، خو ممکن دا رقم لوړ وي او داسې ښځې هم وي چې له دې خونې سره ثبت نه وي.
د هغې په خبره، د غوري ښځو مشهورې لاسي صنایع ګلیماوبدنه، غالۍاوبدنه، چپک او خامدګنډنه ګڼل کېږي.
د یادونې ده چې د اسلامې امارت له بیا واکمنېدو سره په حکومتي ادارو کې یو شمېر ښځینه کارکوونکې بیکاره شوې او هغو ښځو چې په نا دولتي موسسو کار کاوه هغوی هم خپل کار له لاسه ورکړ؛ خو د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې د ښځو شمېر ډېر شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP