کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۳): د ناروې د کډوالو شورا رییس یان ایګلنډ د امریکا د بهرنیو مرستو د درې میاشتني ځنډ په اړه د ډونالډ ټرمپ د پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې ده.
هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاده پرېکړه به د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره جدي پایلې ولري.
ایګلنډ زیاته کړې: «که د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د مرستو ځنډېدو لپاره استثنا رامنځته نه کړي، موږ به اړ شو چې حیاتي مرستې لا کمې کړو او هغه مرستهرسوونکې ښځې چې د نجونو د ملاتړ لپاره کار کوي، له دندو ګوښه کړو.»
هغه داسې مهال دغه اندېښنه ښيي چې ډونالډ ترمپ په خپله لومړۍ کاري ورځ کې ځیني اجرايي فرمانونه لاسلیک کړل چې له مخې یې، د متحده ایالتونو نړۍوالې مرستې د لنډ وخت (درې میاشتو) لپاره ځنډول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ له دې مخکې د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال افغانستان ته د میلیونونه ډالرو مرستو پر لېږلو نیوکه کړې وه.
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي څېړونکي پر خپل وروستي راپور کې ویلي چې متحده ایالتونو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستان سره ۳،۳۳ میلیارد ډالر بشري او پراختیايي مالي مرسته کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP