کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۳): ستره محکمه وایي، خوست او پروان ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون ۱۲ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د افغانستان سترې محکمې نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د خوست لومړنۍ ښاري محکمې د جزا ديوان او د صبریو ولسوالۍ لومړنۍ محکمې د پرېکړې له مخې، د یوې ښځې په ګډون لسو کسانو ته د زنا، لواطت، له کوره د تېښتې، تهدید او نامشروع اړیکو د جرمونو له امله په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
سرچینې ویلي، محکمې د یادو کسانو له ډلې شپږ کسانو ته د دوه دوه کاله تنفیذي بند او ۳۹ - ۳۹ دُرو تعزیري سزا، درېیو نورو کسانو ته درې درې کاله تنفیذي بند او له ۳۰ تر ۳۹ دُرو تعزیري سزا او وروستي کس ته د يوه کال تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا حکم کړی و.
سترې محکمې لیکلي، یادې پرېکړې د سترې محکمې د عالي مقام له تایيد وروسته پر مجرمينو تطبيق شوې دي.
سترې محکمې دغه راز ویلي، د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ لومړنۍ محکمې د پرېکړې له مخې، یوې ښځې او یوه سړي ته چې پر زنا تورن وو، تعزیري سزا ورکړل شوه.
سرچینې ویلي، محکمې یادو کسانو ته اته اته میاشتې تنفیذي بند او ۳۹ - ۳۹ درې تعزیري سزا حکم کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم سترې محکمې ویلي وو چې په پروان او کندهار ولایتونو کې دوو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP