Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوناما: د نجونو پر زده‌کړو د بنديز دوام د اندېښنې وړ دی

کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۳): د زده‌کړو له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله یوناما افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته او په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له اسلامي امارته یې غوښتي څو دا بندیز لرې کړي.

د یادونې ده چې د زده‌کړو نړیواله ورځ هر کال د جنوري په ۲۴مه د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

یوناما نن (جمعه) په یوه اعلامیه کې ویلي، د میلیونونو نجونو پر زده‌کړو د بندیز له امله د زده‌کړو نړۍواله ورځ د ژورې خواشینۍ او جدي اندېښنې سره نمانځي.

دغه بنسټ زیاته کړې، درې‌نیم کاله کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تلو منع شوې دي.

د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا ویلي چې هېڅ هېواد به د خپلو نیمايي وګړو په محرومولو سره پرمختګ ونه کړي.

هغې د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي څو ژر تر ژره دغه بندیز پای ته ورسوي او ټولو افغان نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځي ولاړې شي.

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې د ا.ا چارواکو تل ویلي چې دغه بندیز دایمي نه دی او د حل لپاره یې هڅې روانې دي.

اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونو ورکړې ته ژمن دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.