Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کمال خان بند اوبو له خوشې کېدو سره نیمروز کې کروندګر هیله‌من شوي

زرنج (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۳): د کمال خان بند اوبو له خوشې کېدو وروسته د دغه ولایت کروندګر خوښ دي او هیله څرګندوي چې راروان کال کې به یې کښت ښه او حاصلات ډېر وي.

د نیمروز د اوبو او انرژۍ ریاست درې ورځې مخکې د کمال خان بند اوبه خوشې کړې.

د نیمروز د اوبو او انرژۍ رییس مولوي عبدالقهار ناصر پژواک خبري اژانس ته وویل، د نیمروز د خلکو او کروندګرو پرله‌پسې غوښتنو په پایله کې درې ورځې مخکې د کمال خان بند اوبه د زرنج پر لور خوشې شوې او اوس په کافي اندازه اوبه په لښکري سیند کې جریان لري او د ولسوالیو لور ته روانې دي.

هغه که څه هم د کمال خان بند د اوبو د اندازې په اړه معلومات ورنه کړل خو ویې ویل: «بند کې یوه اندازه اوبه موجودې وې او سېلابونه هلمند سیند کې نیمروز ته راغلل او زېرمه شول، لومړیو کې موږ د بند دروازه ۱۷ مترمکعب خلاصه کړه، وروسته له دې چې اوبه زرنج ښار ته ورسېدې، دروازې مو لږې وتړلې څو اوبه ۲۵ ورځې بسنه وکړي. اوس دروازې په یوه ثانیه کې ۱۱ مترمکعب اوبه د نیمروز ولایت ته لېږدوي.»

د هغه په خبره، په کمال خان بند کې دومره اوبه نه وې چې خوشې شي خو د خلکو د غوښتنې له مخې چې کښتونه وکړي، اوبه ور خوشې شوې دي.

د نیمروز د اوبو او انرژۍ رییس زیاته کړه، د ورښتونو ډېرېدو او نیمروز خوا ته د سېلابونو ورتلو په صورت کې شاید د راتلونکو څو میاشتو لپاره نیمروز د کرنې اوبه ولري خو اوس اوبه یوازې د ۲۵ ورځو لپاره بسنه کوي.

کروندګر د اوبو خوشې کېدو ته خوښ دي

د کنګ ولسوالۍ یو بزګر محمدعیسی وایي، وروستۍ دوه کلنه وچکالي په دې ولسوالۍ کې د کښت او کرنې د له‌منځه تلو لامل شوې او هیڅ کروندګر له خپل کښته چندان ګټه نه ده ترلاسه کړې.

هغه هیله‌من دی چې په لښکري سیند کې د اوبو بهېدو په صورت کې کروندګر وکولای شي په راتلونکي کې ګټه ترلاسه کړي: «اوس د غنمو او وربشو کرلو فصل دی خو دا چې اوبه نه وې، ومو نه کرل، دوه ورځې مخکې لږه اندازه اوبه چې په کمال خان بند کې وې، څو ځلې مو د کرنې او انرژۍ له ریاسته وغوښتل چې اوبه خوشې کړي څو کروندګر کښت وکړي او که نه هغوی به راروان کال هم له ځمکو حاصل ترلاسه نه کړي.»

په همدې حال کې، د زرنج ښار د شاهزاده کلي یو کروندګر بسم‌الله اسحاق‌زی هم خوښي څرګندوي او وايي، تېر کال یې غنم، جوار او هندواڼې کرلي وو، خو دا چې اوبه کمې وې، حاصل یې ترې ترلاسه نه‌ کړ او کروندې یې د څارویو خوراک شوې.

هغه چې ۱۰۰ جریب ځمکه لري وايي چې اوس یې د کروندې لپاره شودیاره کړې ده او اوبه ورکوي.

د نیمروز بل اوسېدونکی حاجي امین‌الله بلوچ چې په چخانسور ولسوالۍ کې لس جريبه ځمکه لري، د اوبو ورتلل د نیمروز د خلکو لپاره یو زېری بولي او له مسوولینو غواړي څو بزګران د کرنې لپاره وهڅوي.

د هغه په خبره، په تېرو کلونو کې نیمروز کې کروندګرو په خپلو ځمکو کې د لکونو افغانیو تخمونه وشیندل، خو د اوبو نشتوالي له امله حاصل ته ونه رسېدل، خو اوس چې اوبه راغلې، کرنې ریاست باید بزګرانو ته تخم او سره ووېشي.

د دغه ولایت د کنګ ولسوالۍ اوسېدونکی حفیظ الله هم زرنج ښار ته د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګندوي او وايي چې د نیمروز خلک د اوبو راتګ ته شپږ میاشتې په تمه وو، اوس چې اوبه راغلې، د بزګرانو ترڅنګ د نیمروز د ټولو خلکو په ګټه دي.

هغه وویل: «نیمروز کې تولیدي فابریکه نه ‌لرو، صنعتي ښارګوټی نشته، پر پوله هم کاروبار چندان نتیجه نه لري. که اوبه وي نو له یوې ځمکې لسګونه کورنیو ته ګټه رسېږي، سلګونه کسانو ته کار پیدا کېږي، د خلکو کاروبار ښه کېږي او مالداران هم له خپلو مالداریو ګټه اخلي.»

د نیمروز د کرنې ریاست

د نیمروز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شېراحمد رفیع وايي، ژمی په نیمروز کې نور حبوبات نه کرل کېږي، که څه هم چې د غنمو د کرلو فصل تېر شوی، خو بیا هم کروندګر د اوبو راتلو ته خوښ دي او کري یې.

هغه زیاته کړه: «تېر کال نیمروز کې بزرګرانو یا څه‌شی ونه کرل او یا یې له کروندې حاصل وانه‌خیست، سږ کال د خلکو کروندې ښې دي، تېر کال په چهاربرجک او کنګ ولسوالیو کې هېڅ ونه کل شول، یوازی په زرنج ښار کې چې ځینو کسانو څاګانې لرلې، کښتونه یې وکړل، اوبه یې کړل او حاصل یې ترلاسه کړ.»

هغه راتلونکی کال په دغه ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو ډېرېدو ته هیله‌مندي وښوده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.