کابل (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۳): د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د دغه ښار په ځینو ساحو کې له غږیزې ککړتیا شکایت کوي او له اړوندو ادارو غواړي چې مخه یې ونیسي.
ورته مهال، کابل ښاروالي ټینګار کوي، هيڅوک حق نهلري په ښار کې غږیزه ککړتیا جوړه کړي او ډاډ ورکوي چې له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.
غږیزه ککړتیا د چاپېریالساتنې پر وړاندې یوه له سترو ستونزه بلل کېږي؛ د موټرو ډېروالی، د هټیو او لاسي کراچیو لوډسپېکرونه او دغه راز جنراتورونه د کابل ښار د غږیزې ککړتیا عمده سرچینې دي.
د کابل ځیني اوسېدونکي د ښار په کچه د ځوروونکو غږونو له زیاتېدو شکایت او د هغو د مخنیوي غوښتنه کوي.
د کابل ښار یوه اوسېدونکي محمدقسیم وویل: «له بده مرغه ځیني د سړک غاړې پلورونکو د لوډسپېکرونو غږ پر خلکو بد لګېږي، ښار داسې ځای دی چې ناروغان، سپینږیري او ماشومان ژوند په کې کوي او دغه غږونه یې پر رواني وضعیت ناوړه اغېز کوي.»
هغه له خلکو وغوښتل چې ښاري فرهنګ رعایت کړي او کوم کارونه چې کوي، باید پر مهال یې اسلامي اخلاقو ته پاملرنه وکړي.
د کابل ښار بل اوسېدونکی تمیم وايي، په دې وروستیو کې په ښار کې د غږیزې ککړتیا له ډېرېدو ځوریږي او نهشي کولای په ښار کې ارام وګرځي.
هغه دې ته په اشاره چې د موټرو، د کراچیو د لوډسپېکرونو، د معدني اوبو د پلورونکو او د جنراتورونو غږونه خلکو ته مزاحمت کوي او له حکومته غواړي څو مخنیوی یې وکړي.
خو غږیزه ککړتیا له روغتیايي او رواني پلوه پر خلکو څه اغېږ لري؟
ارواپوهان پر دې باور دي چې له شورماشوره ډک ځایونه کولای شي د خلکو پر رواني روغتیا بده اغېزه وکړي.
یوه ارواپوه شریفالدین عظیمي وویل: «د اضطراب، غوسې، نه زغم، د خوب ګډوډېدو او په اړیکو کې د ستونزو یو لامل غږيزه ککړتیا ده.»
هغه دې ته په اشاره چې غږیزه ککړتیا ماشومانو او سپینږیرو ته ډېر زیان رسوي زیاته کړه، که دا غږونه پرلهپسې او لوړ وي، انسان په رواني ستونزو اخته او عصبي سیسټم یې کمزوری کېږي.
یوه بل ارواپوه محمدصفا فرزهیي وویل، لکه څرنګه چې میکروبونه د انسان داخلي سیسټم ته زیان رسوي، غږیزه ککړتیا هم د انسان پر روح او روان منفي اغېز کوي.
د هغه په خبره، غږیزه ککړتیا د یوه کس د خوب خرابېدو، غوسې او ناراحته کېدو لامل کېږي.
ورته مهال، د کابل ښاروال وايي، په کابل ښار کې هيڅوک حق نه لري د لوډسپېکر په کارولو سره خلکو ته مزاحمت جوړ کړي.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمتالله بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل: «د لوډسپېکر کارول یو ناسم دود دی، د افغانستان، په ځانګړې توګه د کابل ښار بازارونو کې پلورونکي ترې استفاده کوي، خو د کابل ښاروالۍ د سیارې ګزمې له اصولو سره سم دې موضوع ته رسېدنه کوي او له سرغړوونکو لوډسپېکرونه ضبطوي.»
هغه هیله څرګنده کړه چې خلک دې ورسره هم په فرهنګي او هم د دې اصولو پلي کېدو برخه کې همکار و اوسي څو د غږيزې ککړتیا برخه کې یو ټولیز بدلون رامنځته شي.
غږیزه ککړتیا په ۱۹۷۰ کال کې په ایټالیا کې کشف شوه؛ تر هغو په ډېرو هېوادونو کې د غږېزې ککړتیا لپاره مشخص قانونونه نه وو خو اوس ډېری هېوادونه غږېزې ککړتیا ته د یوې لویې چاپېریالي ستونزې په سترګه ګوري او د قوانینو د تصویب او پلانونو جوړولو له لارې له هغوی سره مبارزه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP