ترینکوټ (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې دغه ولایت کې د یو کیلو واټ دولتي ډیزلي برېښنا بیه څه باندې ۴۰ افغانۍ ده چې دوی یې د پېرلو توان نهلري.
اروزګان ولایت چې لا ورته وارداتي او نوره دولتي برېښنا نه ده رسېدلې، اوسمهال پهکې له دولتي ډیزلي برېښنا ګټه اخیستل کېږي.
اوس د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د دولتي ډيزلي برېښنا بیه لوړه ده او دوی نهشي کولی کار ورڅخه واخلي.
اروزګان کې اوسمهال د یو کیلو واټ دولتي ډیزلي برېښنا بیه له ۲۸ افغانیو څخه تر ۴۲ افغانیو پورې ده.
د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار یوه اوسېدونکي شفیعالله وویل، خپل کور کې یې له یادې برېښنا ګټه اخیسته چې یوازې په یوه میاشت کې شاوخوا اته زره افغانۍ لګښت ورباندې راغلی و.
د نوموړي په خبره، دوی یې د لګښتونو د پوره کولو توان نه درلوده؛ ځکه خو اوس خپل کور کې له لمریزې برېښنا کار اخلي.
دغه راز، د ترینکوټ ښار یوه بل اوسېدونکي او هټۍوال موسیجان وویل، د برېښنا د بیو د لوړوالي او نشتون له امله اړ شوی چې له جنراتورونو څخه کار واخلي.
همدارنګه د ترینکوټ ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکي سمیعالله وویل، حکومت دې دغه ولایت کې د ډيزلي برېښنا بیې ټیټې کړي او وارداتي برېښنا دې ورته ورسوي.
ورته مهال، د دغه ولایت د برېښنا ریاست مسوولین وايي، د اوس لپاره یې صرف په ترینکوټ ښار کې ډېزلي برېښنا فعاله کړې چې په ۲۴ ساعتونو کې یوولس ساعته فعاله وي.
د برېښنا ریاست رییس ملا صفتالله انعام پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوسنۍ برېښنا بیه له ۲۸ افغانیو څخه تر ۴۲ افغانیو پورې ده.
د هغه په وینا، یادې بیې د شخصي کورونو، تجارتي مارکېټونو، دولتي او نورو ادارو لپاره توپیر لري.
د نوموړي په خبره، هڅه کوي چې له کجکي بند څخه د دغه ولایت دهراوود ولسوالۍ ته برېښنا ولیږدوي چې د مزي غځولو چارې یې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي.
هغه وویل: «د کندهار له سبسټیشن څخه ترینکوټ ته د ۲۲۰ ولټه لین د غځولو سروې هم ترسره شوې خو عملي چارې یې د بودجې نشتوالي له امله ځنډېدلې دي.»
انعام زیاتوي، اروزګان کې د درې میګاواټه په ظرفیت د لمریزې برېښنا د شبکې جوړولو لپاره هم په ترینکوټ ښار کې ۵۰ جریبه ځمکه ځانګړې او سروې یې ترسره شوې خو نورې چارې لا نه دي پیل شوي.
په همدې حال کې د دغه ولایت د والي ویاند حافظ سمیعالله عکرمه پژواک خبري اژانس ته وویل، د ولایت په کچه د لمریزې او وارداتي برېښنا د فعالولو لپاره هڅې پیل شوې دي.
نوموړي وویل: «له کندهار او هلمند ولایتونو څخه د وارداتي برېښنا د مزو را غځولو سروې هم ترسره شوې خو دا چې د کجکې په پرتله له کندهاره د مزو غځولو لاره لنډ او ارزانه ده، نو پرېکړه دا شوې چې وارداتي برېښنا له ګاونډ کندهار څخه را انتقال شي.»
د اروزګان یادو مسوولینو د دولتي ډيزلي برېښنا د بیو د لوړوالي په اړه د خلکو د شکایتونو په ځواب کې څه ونه ویل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP