خوستښار (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۳): د خوست د عامې روغتيا رياست وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د نري رنځ يا توبرکلوز ۲۰۴۵ پېښې ثبت شوې چې له امله یې ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خوست د عامې روغتيا رياست د ساري ناروغيو برخې مسوول ډاکټر محمدکريم پژواک خبري اژانس ته وويل، مخکې د نري رنځ پېښې پټې پاتې کېدې خو اوس دوی په يادو مرکزونو کې پر نوي طبي ټکنالوجۍ سمبال ماشينونه فعال کړي چې په اسانۍ سره دغه مرض تشخيصوي.
هغه زیاته کړه، په روان ۱۴۰۳ لمريز کال کې تر اوسه د نري رنځ يا د توبرکلوز ۲۰۴۵ پېښې ثبت شوې او په دې موده کې د دې ناروغۍ له امله ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نوموړي په خبره: «په روان لمريز کال کې دوی ۲۰۴۵ ناروغان تشخيص کړي او د تېرې ربعې درملنه اوس هم جريان لري، د ټولو عمومي وضعيت ښه دی. همدا ډول په عقرب مياشت کې موږ د مقاويم توبرکلوز څانګه هم فعاله کړه چې مخکې به ناروغان د پکتيا حوزوي روغتون ته لېږدول کېدل.»
په همدې حال کې د نري رنځ ناروغان وايي، مخکې به دوی د دې ناروغۍ د تشخيص او درملنې لپاره نورو ولايتونو ته تلل خو اوس يې دلته درملنه په وړيا ډول ترسره کېږي.
يوه ناروغ ګلمير خان پژواک خبري اژانس ته وويل، که درمل پر وخت وخوړل شي او روغتيايي لارښوونې په پام کې ونيول شي، دا ناروغي په ډېرې اسانۍ له منځه ځي.
هغه وايي: «دا مريض به ځان ته خونه کې اوسېږي، د خوراک لوښي به يې بېل وي؛ ځکه نورو ته انتقالېږي.»
پر نري رنځ اخته د دغه ولايت يو بل اوسېدونکی ايوب له مسوولينو غوښتنه کوي چې د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره دې له بهره عصري وسايل او درمل راوارد کړي.
هغه زياته کړه: «د نري رنځ ناروغانو بلغم او ټوخی بېخي زيات وي، د ډاکټرانو کوشش دغه دی چې موږ ته علاج وشي، له بهره دوايي راشي، خلک هم بايد دا ډول ناروغان پر وخت روغتون ته ورسوي.»
بلخوا، د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر شېراګل ځدراڼ پژواک ته وويل چې د دې ناروغۍ مخنيوي برخه کې خلکو ته د عامه پوهاوي بېلابېل پروګرامونه وړاندې کوي.
هغه زیاته کړه، مخکې به د توبرکلوز ناروغان د تشخيص او درملنې لپاره نورو ولايتونو ته تلل، خو اوس په خوست ولایت کې هم د دې ناروغۍ تشخيص او درملنه کېږي.
نری رنځ يا توبرکلوز یوه ساري ناروغي ده چې تر ډېره د انسان سږي اغېزمنوي، خو د ډاکټرانو په وينا، د بدن نور غړي لکه پښتورګي، مغز او هډوکي هم ځپلی شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP