کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند وايي چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت اغېزناک نه و او دغه بنسټ تل هڅه کړې چې د افغانستان په اړه منفي راپورونه وړاندې کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه غږیز کلېپ کې ویلي چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت لکه څرنګه اړتیا وه، دومره اغېزناک نه و او دغه بنسټ تل هڅه کړې څو د افغانستان په اړه منفي راپورونه وړاندې کړي.
مجاهد ویلي: «د دوی [یوناما] له ادرسه د افغانستان په اړه منفي راپورونه ورکړل شوي او له بده مرغه هغه ناسم ذهنیت چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه شتون لري، هغه هم د غلطو او ناسمو معلوماتو پر بنسټ د هغوی له چینله رامنځته شوی دی.»
هغه دغهراز زیاته کړې: «په افغانستان کې د پرمختګ او لاستهراوړنو او امنیت او ثبات مواردو مواردو او د افغانستان خلکو ته د ارامتیا تامینولو مواردو ته د یوناما پام نه دی، بلکې تل یې هڅه کړې چې منفي موارد پیدا کړي، کوچني موارد لوی کړي او افغانستان ناامنه وښيي او یوه اندېښنه رامنځته کړي.»
مجاهد څرګنده کړې چې د یوناما راپورونه د افغانستان او ملګرو ملتونو په ګټه نه وو.
د اسلامي امارت ویاند دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې مارچ میاشتې په ۱۷مه د افغانستان په اړه ناسته وکړي او په دې غونډه کې به د یوناما د ماموریت د تمدید پر احتمال هم خبرې وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP