پېښور (پژواک ۲۵ کب ۱۴۰۳): نن پېښور کې چاودنې د مفتي منیر شاکر په ګډون څلور تنه ټپيان کړل، خو منیر شاکر په روغتون کې ساه ورکړه.
چارواکي وايي چې منیر شاکر د پېښور په اورمړ سیمه کې یوه جومات ته د ننوتلو پر مهال د چاودنې له امله ټپي شو.
هغوی وايي چې هغه د دې چاودنې له درېیو نورو ټپیانو خوشحال، عابد او سید نبي سره یو ځای د لیډي ریډینگ روغتون (Lady Reading Hospital) ته وړل شوی و.
د یاد روغتون ویاند محمد عاصم تایید کړه چې مفتي شاکر روغتون ته وړل شوی و او د ټپونو له امله یې ساه ورکړه.
مفتي شاکر د ۲۰۰۴ کال په ډسمبر کې د لشکر اسلام بنسټ ایښی و.

اسلام اباد (پژواک ١١ لړم ٩٠): د پاکستان د پېښور ښار په کارخانو مارکېټ کې د چاودنې له امله ١٣ تنه ټپيان شوي او خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي. دغه چاودنه نن (د لړم ١١مه) غرمه مهال په شاوخوا دولسو بجو د ملک تاج په نامه د يوه…

اسلام اباد (پژواک ١٣ مرغومى ٩٠): د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په پېښور ښار او لنډي کوتل سيمو کې په دوو بېلا بېلو چاودنو کې ٣٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پېښور پوليسو اېس اېس پي اپريشنز طاهر ايوب په سيمه کې خبريالانو سره د خبرو پر…

لښکرګاه ( پژواک، ۵ ورى ۹۸ ): د هلمند د ملي امنيت رياست مرستيال ډګروال محمد اصف خان خادم چې د بزګر ورځې د نمانځنې د مراسمو پرمهال په چاودنه کې ټپي شوى و، په روغتون کې يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. دوه ورځې مخکې د لښکرګاه…
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP