Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره میاشت د څه باندې ۱۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۳): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، په تېره سلواغه میاشت کې د څه باندې ۱۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي چې د مرغومي میاشتې د صادراتو په نسبت ۱۸ میلیونه ډالر کموالی ښیي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دې ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۳ کال د سلواغې مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.

د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۴٫۲ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۱۰۷۶٫۱ ميليونو ډالرو ته رسېږي.

سرچینې زیاته کړې، د ۱۴۰۳ کال په مرغومي مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۶۲٫۲ میلیون ډالرو ته رسېده او د ارقامو دا تحلیل ښيي چې د روان کال د سلواغې مياشتې د صادراتو ارزښت د مرغومي مياشتې د صادراتو په پرتله ۱۸ ميليون ډالر کموالی لري.

بل لور ته، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، د ۱۴۰۳ کال په مرغومي میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۱۰۹۷٫۲ میلیون ډالرو ته رسېده چې د همدغه کال په سلواغه مياشت کې د ۲۱٫۱ میلیون ډالرو په ارزښت کموالی په‌کې راغلی دی.

خبرپاڼه کې لیکل شوي، د ۱۴۰۳ کال په سلواغه میاشت کې تر ټولو زيات صادرات هند، پاکستان او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، چین او پاکستان هېوادونو ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې سلواغې میاشتې په ۲۲مه د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې په تېر ۲۰۲۴ میلادي کال کې افغانستان له یو شمېر هېوادونو سره د ۱۲ میلیارده او ۴۲۲ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.