مزارشریف (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۳): بلخ ولایت کې یو شمېر کروندګر د اینجې د بوټو او شیرې د بیو پر ټیټېدو اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي څو دغه محصول ته یې د بازار موندلو برخه کې مرسته ورسره وکړي.
د بلخ د شولګرې ولسوالۍ د حلقهجر کلي یوه بزګر محمدباقر وویل، تېر کال یې پر خپله ځمکه د اینجې ۵۰ کیلوګرامه تخم کرلی و، هره کیلو یې په ۱۵ زره افغانۍ پېرلی و؛ هماغه مهال یې د هر بوټي بیه لس افغانۍ وه خو اوس یې څو بوټي په یوه افغانۍ پلورل کېږي.
هغه زیاته کړه: «تېر کال مې ۵۰ کیلوګرامه اینجه وکرله، هر کیلو تخم مې ۱۵ زره افغانۍ وپېره، اوس یې د نیالګیو او شیرې بیې څو برابره ټیټې شوې او له زیان سره مخ یم.»
دغه راز، د مزارشریف ښار اړوند د عمر فاروق سیمې کروندګر عبدالله وویل، په دې وروستیو کې کروندګرو د اینجې کرلو ته مخه کړې او ان ځینو یې د خپل کور وسایل په دې موخه وپلورل چې د اینجې له کښته به ګټه ترلاسه کړي.
خو هغه وایي چې سږ کال د اینجې د بوټو او شیرې بیې په بېمخینې ډول ټیټې شوې او کروندګر له سخت زیان سره مخ دي.
دغه راز، په بلخ کې د اینجې سوداګر هم د دغه کښت د بیې ټيټېدو اندېښمن کړي دي.
یوه سوداګر جانګل خیبر وویل، سږ کال د تېر کال په پرتله د اینجې او د هغې د بوټو بیې څو برابره ټیټې شوې دي.
هغه زیاته کړه، په تېرو کلونو کې د یو کیلو اینجې شیره له پنځه زره تر ۳۰ زره افغانیو پورې وه، خو سږ کال یې بیه درې زره افغانیو ته راټیټه شوې ده.
خیبر وویل، حکومت باید اینجې ته مناسب بازار پیدا کړي.
خو بل لور ته بیا د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي فېروز صدري پژواک خبري اژانس ته وویل، د اینجې بیې ټیټېدو لامل په دغه ولایت کې د دغه بوټي له حده ډېر کرل دي.
د صدري په خبره، د اینجې شیرې یوازېنی بهرنی بازار هند دی چې په کال کې ۱۰۰۰ ټڼه انجې ته اړتیا لري خو افغانستان، په ځانګړې توګه بلخ کې دغه بوټی ډېر کرل شوی نو ځکه یې بیه هم ټیټه شوې ده.
دغه راز، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد پژواک خبري اژانس ته وویل، د روان کال په تېرو لسو میاشتو کې بهر هېوادونو ته د ۱۱۱ میلیون ډالرو په ارزښت ۱۱۹۵ ټنه اینجه صادر شوې ده.
هغه زیاته کړه: «دغه صادرات ازبکستان، ایران، هندوستان او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.»
د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال په شولګره، بلخ، دهدادي، نهرشاهي، دولتاباد، چهاربولک او چمتال ولسوالیو کې پر شاوخوا ۵۰۰ هکټاره ځمکه اینجه کرل شوې ده.
د یادونې ده، د افغانستان ترڅنګ ایران، ازبکستان، تاجکستان او قزاقستان د اینجې له عمده تولیدوونکو هېوادونو شمېرل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP