جلالاباد (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۳): په تورخم کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ د تورخم دروازې د خلاصون په موخه نن ګډه جرګه ترسره شوه چې دواړو لوريو په کې د لارې د خلاصون په موخه خپل نظريات وړاندې کړي دي.
که څه هم د دروازې د خلاصون دقيق معلومات نشته خو د جرګې ځينې غړي وايي چې د لارې د خلاصون هیلهمندي ډېره ده.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې يوه غړي او د جرګې ګډونوال عزیزالرحمن عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، نن جرګه ترسره شوه او دواړو خواوو د لارې د خلاصون او د دواړو اړخونو د حکومتونو غوښتنې له یو او بل سره شریکې کړې.
هغه وویل، د جرګې راپور به د ننګرهار له والي سره شریک کېږي او له هغه وروسته به د لارې د خلاصون او یا هم همداسې د بند پاتې کېدو د دوام په اړه وروستۍ پرېکړه د دواړو خواوو د کمیسارۍ مسوولین کوي.
بل لور ته، تورخم کې يوې حکومتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه جرګه نن شاوخوا ۱۱ بجې پیل شوې وه او د ماسپښين په شاوخوا ۲ بجو پای ته ورسېده.
سرچينې زیاته کړه چې جرګه کې د پاکستان له اړخه ۴۰ سوداګرو او قومي مشرانو او د افغانستان له اړخه ۱۶ کسانو برخه اخیستې وه چې دواړو خواوو پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې او د لارې د خلاصون لپاره يې وړاندیزونه او نظریات شریک کړل.
تورخم دروازه شاوخوا ۲۵ ورځې مخکې تړل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP