Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله سبا له ټایلنډ سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۳۰ کب ۱۴۰۳): د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د اسیا ملتونو جام د مقدماتي سیالیو له پیل مخکې سبا (جمعه) د ټایلنډ له ملي لوبډلې سره دوستانه لوبه کوي.

دغه لوبه د افغانستان پر وخت سبا مازدیګر ۵:۳۰ بجې پیلیږي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي په داسې حال کې په دغه دوستانه لوبه کې د ټایلنډ د فوټبال له ټیم سره مخ کېږي چې د اسیا ملتونو جام په مقدماتي سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د روانې مېلادي میاشتې په ۲۵مه له میانمار سره ترسره کوي.

د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي څه موده مخکې دغه جام ته د چمتووالي نیولو په موخه د ټایلنډ بانکوک ښار ته تللي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.