منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۲ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

بلخ کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۹۳ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): ستره محکمه وایي، بلخ ولایت کې دوو کسانو ته د الکولي مشروباتو د قاچاق په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.

د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، د بلخ ولايت نهرشاهي ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې، دوو کسانو ته د بهرنيو الکولي مشروباتو د قاچاق په جرم، د یادې محکمې په انګړ کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

سرچینې لیکلي، ابتدائيه محکمې ياد کسان پر ۱۶ – ۱۶ میاشتو تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائید وروسته تطبيق شوه.