کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۴): د کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند ارغندۍ سیمه کې پر ۹۱۴ جریب ځمکه د یوه ترانسپورټي ترمینل جوړولو چارې پيل شوې چې څه باندې یو میلیارد افغانۍ لګښت به ولري.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هلته په همدې موخه د جوړو شوو مراسمو پر مهال، هېواد کې د ترانسپورټي زېربنا د پراختیا برخه کې د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل جوړول مهم یاد کړل.
نوموړي وویل، پر یاد ترمینل یو میلیارد او ۲۸۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې ۴۲ بېلابېل تاسیسات به پهکې جوړ شي او زیاته یې کړه چې چارې به یې په دوه کلنو کې بشپړې شي.
هغه زیاته کړه، د ترانسپورټي زېربناوو معیاري رغول او پراخول د هېواد د اقتصادي ودې، پرمختګ او د داخلي او سیمهییز اتصال لپاره ډېر مهم او بنسټیز ګام ګڼل کېږي.
نوموړي وویل: «له بدهمرغه په هېواد کې د لسیزو جګړو او فساد له امله دې مهمې برخې ته پام نه دی شوی؛ بلکې په دې برخه کې شته زېربناوې د ټیټ کیفیت له امله تخریب شوې، عامه ملکیتونه د اشخاصو له لوري غصب او د لویو لارو او سړکونو حریمونه کوچني شوي دي.»
ملا برادر وویل، په ترانسپورټي او مواصلاتي زېربناوو پانګونه، د غصب شوو عامه ملکیتونو بېرته استرداد، د سړکونو او لارو د اصلي حریم تشخیصول او رغول د افغانستان اسلامي امارت یو له اساسي او مهمو ملي موخو څخه ګڼل کېږي.
هغه همدارنګه وویل، اسلامي امارت د عصر اړتیاوو او امکاناتو ته په کتو نه یوازې د ترانسپورټي زېربناوو د رغولو او پراخولو برخه کې کلک هوډ لري، بلکې د نورو بنسټیزو ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو برخه کې هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
ملا برادر له قراردادي شرکت څخه وغوښتل چې د دغه ترمینل چارې دې په ښه کیفیت ترسره او په ټاکلي وخت بشپړې کړي.
په یاده غونډه کې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده وویل، د دغه ترمینل جوړېدل د ترانسپورټي نظام لپاره ډېر مهم دي او په دې سره به مسافرو، سوداګرو او موټر چلوونکو ته اسانتیاوې برابرې شي.
نوموړي زیاته کړه، یاد ترمینل په ۹۱۴ جریبه ځمکه باندې جوړېږي چې بودجه یې د ترانسپورټ وزارت له لوري ورکول کېږي.
هغه وویل، دغه ترمینل به دوه پوړیزه اداري ودانۍ، جومات، د وسایطو تمځای، د اور وژنې ودانۍ، د موټر ترمیمولو ورکشاپونه او نورې اسانتیاوې ولري.
ورته مهال، د قراردادي شرکت مسوول محمدنصیر وکیلزاده وویل، یاده پروژه به په خپل وخت او ښه کیفیت ترسره کړي او ټولو معیارونو ته به پهکې پاملرنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP