Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اېن‌ارسی: د مرستو کمښت به افغانستان کې میلیونونه کسان زیانمن کړي

کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۴): د ناروې د کډوالو شورا وایي، د مرستو کمښت به افغانستان کې بشردوستانه خدمات محدود او میلیونونه خلک زیانمن کړي خو دغه شورا له بې‌ځایه شوو ښځو، نارینه‌‌وو او ماشومانو سره د مرستو په موخه افغانستان کې پاتې کېږي.

د ناروې د کډوالو شورا (NRC) لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د مرستو پراخ کمښت به په افغانستان کې د بشردوستانه ادارو فعالیتونه محدود کړي او د ملیونونو خلکو ژوند به له لا زیات خطر سره مخ کړي چې تر ټولو ډېر اغیز به پر ښځو او ماشومانو وي.»

یادې شورا ویلي، په داسې حال کې چې افغانستان کې نارینه، ښځې او ماشومان بېړنیو نړۍوالو مالي مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري، دغه شورا او شریکان یې د کلیدي مرسته‌کوونکو له لوري د مرستو د کمېدو له امله د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي.

خپرپاڼه کې ویل شوي :«دا وضعیت موږ ته بله لاره نه پرېږدي، پرته له دې چې موږ خپل خدمات تر ډېره را کم کړو چې دا چاره به تر ټولو زیانمنو او بېوزلو کسانو د حیاتي مرستو رسولو پروسه لا له خطر سره مخ کړي.»

افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا سرپرسته مشره، سوز وان میګن «Suze Van Meegen» ویلي، دغه شورا د مالي ستونزو له امله اړ شوه چې د افغانستان په څو ولایتونو کې خپل دفترونه وتړي او خپل ګڼ شمېر ژمن او مسلکي بشري کارکوونکي رخصت کړي.

دې زیاته کړې، د امریکا د مرستندویه پروژو ځنډېدل او د را تلونکو کلونو لپاره د یو شمېر نورو هېوادونو له لوري د خپلو نړۍوالو مرستو د بودیجې د راکمېدو اعلان د نړۍ ترټولو اړمنو خلکو لپاره مرستو کې د پام وړ کموالي ښکاروندويي کوي.

افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا مشره وایي چې د مالي ستونزو له امله د دغې شورا د ټولنیزو خدمتونو دوه مرکزونه تړل شوي او دوه نور مرکزونه یې هم د بندېدو له خطر سره مخ دي او دغو مرکزونو د بیرته راستنو شوو او داخلي بې‌ځایه شوو افغانانو لپاره حیاتي اهمیت درلود.

د هغې په خبره، د ښځینه کارکوونکو کمښت افغانستان کې اساسي خدمتونو ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی لا محدودوي او هغه شرایط لا پسې پیاوړي کوي چې د هغوی د اساسي حقونو خنډ ګرځي.

هغه زیاتوي: «دا تر ټولو سخته ستونزه ده چې اېن‌ارسي افغانستان په خپلو ۲۲ کلونو کې ورسره مخ شوې، خو زه غواړم روښانه کړم چې اېن‌ارسي خپل فعالیتونه نه بندوي. موږ ژمن یو چې په افغانستان کې پاتې شو، بې‌ځایه شوو ښځو، نارینه‌‌وو او ماشومانو ته ملاتړ برابر کړو، او ډاډ ترلاسه کړو، هغه ټولنې چې د جګړو له امله اغېزمنې شوې، یوازې پرېنښودل شي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.