فیروزکوه (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۴): د پسرلي له رارسېدو سره سم په غور کې یو شمېر کروندګرو ښځو د سېلابونو له امله د خپلو ویجاړو شوو کرنیز ځمکو او شنو خونو بیا احیا کولو لپاره هڅې پیل کړې دي.
د یادونې ده، تېر کال په غور کې د سېلابونو راتلو له امله سلګونه جریب کرنیزې ځمکې او کورنۍ باغچې چې تازه او سمسورې وې، زیانمنې یا ویجاړې شوې.
خو اوس چې ژمی تېر شو او پسرلی راغی، په دغه ولایت کې کروندګرې ښځې دغو ستونزو ته نه دي تسلیم شوې او هڅه کوي چې یو ځل بیا خپلې لهمنځه تللې باغچې شنې او ښکلې کړي.
له یادو مېرمنو څخه یوه ۳۶ کلنه زینب ده چې د فیروزکوه ښار په «ګلدره» کلي کې ژوند کوي؛ هغې مخکې له دې چې بېرحمه سېلابونه یې پر ژوند سیوری وغوړوي، یوه شنه خونه درلوده چې هر کال یې ترې ۳۵ تر ۴۰ زره افغانۍ عاید ترلاسه کاوه.
زینب به په خپله شنه خونه کې ترکاري، رومي، بانجان او بادرنګ کرل؛ هغه وايي چې هره ورځ به یې دغه حاصلات د زوی په لاس د پلور لپاره بازار ته لېږل.
هغه به هره ورځ ساعتونه په خپله شنه خونه کې په کار بوخته وه، لیدل به یې چې زحمتونه یې پایله ورکوي. د خوښیو په دې ورځو کې سېلابونه راغلل او هر څه یې له منځه یووړل، شنه خونه یې چې مخکې له ترکاریو ډکه وه، په خټو کې ډوبه شوې وه.
زینب له حسرته په ډکو سترګو او هیلهمندۍ وايي: «یوه ډېره لویه شنه خونه مې جوړه کړې وه… کار ډېر ښه و؛ خو سېلابونو راخرابه کړه.»
خو دا یوازې زینب نه ده چې شنه خونه یې د سېلاب له امله ویجاړه شوې، بلکې نورې ښځې هم شته چې له ورته ستونزو سره مخ دي.
زبیده هم د زینب په څېر کیسه لري، هغه چې څو کاله مخکې یې د غور د کرنې ریاست په مرسته یوه شنه خونه جوړه کړې وه او له دې لارې یې د کورنۍ ډېره برخه لګښتونه پوره کول؛ خو د تېر کال د سېلابونو له امله یې باغچه ویجاړه شوه.
زبیده د شنې خونې پاللو او کرنې برخه کې د روزنې خبره کوي او له اوسني وضعیته د اندېښنې په څرګندولو وايي: «د پوهنې له ریاسته مې روزنه ترلاسه کړې وه او شنه خونه مې جوړه کړه، ښه عاید مې درلودل، اوس مې چې هر څه له لاسه ورکړي، غواړم بېرته شنه خونه، کیمیاوي سره او اصلاح شوي تخمونه راکړي، څو وکولای شم له سره ژوند جوړ کړم.»
غور کې دغه کروندګرې ښځې یوازې د شنو خونو د بېرته رغولو په فکر کې دي؛ هغوی غواړي د کرنې برخه کې مسلکي او تخنیکي زدهکړې وکړي او غواړي چې د حکومت او بېلابېلو بنسټونو په مرسته په تخصصي او اغېزناکه توګه خپل کار ته دوام ورکړي.
دوی له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د تخمونو او سرې ورکولو ترڅنګ دې دوی ته تخصصي پروګرامونه جوړ کړي څو وکولای شي د کرنې نوو طریقو ته لاسرسی ومومي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغو ښځو هڅې نه یوازې د کورنیو اقتصاد پیاوړی کوي، بلکې د کرنې برخه کې د دغه ولایت د ځان بسیاینې پر لور اقدام هم دی.
په دغه ولایت کې د کرنیزو چارو کارپوه عبدالظاهر توانا له پژواک سره په خبرو کې د کروندګرو ښځو د وړتیا لوړولو او ملاتړ پر اړتیا ټينګار وکړ.
هغه وایي: «بزګرو ښځو ته باید د روزنې عملي او نظري پروګرامونه جوړ شي، د نندارتونونو جوړول، کوچنۍ شنې خونې او د پلور بازارونه کولای شي له ښځو سره مرسته وکړي، څو د کرنې له دودیزې طریقې راووځي او پرمختللي تولید او پلور ته لاسرسی ومومي، دا چاره کولای شي د خپلو کورنیو د اقتصادي ودې لپاره مهم رول ولوبوي.»
د هغه په خبره، ښځې چې څومره د کرنې برخه کې روزنه وویني او ترې ملاتړ وشي، د ټولنې او کورنیو په اقتصاد کې ګټورې تمامېدای شي.
د غور د کرنې ریاست مطبوعاتي مسوول ضیاءالحق جویا د ښځو لپاره روزنیزو پروګرامونو ته په اشاره وویل: «موږ بزګرو ښځو ته روزنه ورکوو او د بېلابېلو بنستونو په همکارۍ له هغو سره په کارموندنه کې مرسته کوو، دغه پروګرامونه د ښځو د وړتیا او د کرنې تولیداتو کچې پورته کېدو برخو کې دي.»
هغه هم د کرنې برخه کې د ښځو رول مهم وباله ویې ویل چې بزګرې ښځې نه یوازې د خپلو کورنیو په اقتصاد کې مرسته کوي، بلکې د هېواد په اقتصاد کې هم اغېزناکې تمامېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP