Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کوچني اختر رارسېدل؛ خوست کې خلک: د پلاستيکي وسلو او پټاکیو پېر او پلور دې بند شي

خوست‌ښار (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۴): د خوست يو شمېر اوسېدونکي غوښتنه کوي چې امنیتي مسوولین دې د اختر په شپو ورځو کې د پلاستیکي وسلو او پټاکیو پر پېر او پلور بندیز ولګوي.

هغوی زیاتوي چې د اختر په شپو ورځو کې په ښار او د کلیو په لارو او کوڅو کې ماشومان او یو شمېر تنکي ځوانان پټاکۍ الوځوي او یا هم په پلاستکي وسلو لوبې کوي چې په خبره یې دغه چاره د خلکو رواني امنیت زیانمنوي.

دوی غوښتنه کوي چې امنیتي مسوولین باید له وړاندې ښار ته د پلاستکي وسلو او پټاکیو په راوړلو بندیز ولګوي.

د خوست ښار اوسېدونکي بسم‌الله ذهین وويل، امنیتي مسوولین دې د پټاکیو پر پېر او پلور بندیز ولګوي څو د خلکو رواني امنیت ساتلو ترڅنګ ماشومان هم د پټاکیو له خطره وژغورل شي.

نوموړي وويل، تېر کال په اختر کې په کلي کې یوه ماشوم د پټاکۍ الوځولو له کبله خپله یوه سترګه له لاسه ورکړه، نو په کار ده چې ميندې او پلرونه هم خپل ماشومان د پټاکیو او پلاستکي وسلو له اخيستو او استعماله منع کړي.

هغه زیاته کړه: «زموږ خوا کې یو څوک و، هغه لاسي مصنوعي بم ته د اختر ورځو کې چاودنه ورکوله چې خپله سترګه یې له لاسه ورکړه؛ امنیتي مسوولین باید پر دې شیانو کلک بندیز ولګوي.»

د خوست یوه بل اوسېدونکي ایوب هم وويل، د اختر په شپو ورځو کې د پټاکیو د چاودنو غږونه پر ناروغانو او لویانو بده اغېزه کوي او د خلکو رواني امنیت ګډوډوي.

هغه له امنيتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي وویل: «دا د رواني امنیت په خاطر ډېرې ضرري دي، ناروغانو، سپین‌ږیرو، کورنیو او ماشومانو باندې ډېر بد اغېز لري؛ امنیتي ځواکونه باید د دې مخنیوی په جدي ډ‌ول وکړي، څو په ښار کې د دې مخنیوی وشي او هغه بیا د کلیو دوکانداران وانه خلي او هلته یې هم مخه ونیول شي.»

ورته مهال، د خوست د امنيې قوماندانۍ وياند طاهر احرار پژواک خبري اژانس ته وويل، د خلکو د روانې او فزیکي امنیت  خونديتوب په موخه د ښار او ولسوالیو هټۍوالو ته خبرداری ورکړل شوی چې د پټاکیو او نورو چاودېدونکي توکو پېر او پلور ونه کړي.»

هغه وويل، که بيا هم له چا سره پټاکۍ او یا پلاستکي وسلې ونيول شوې، له قانوني چلند سره به مخ شي.

نوموړی زیاته کړه: «د خوست امنیه قومانداني خوست‌مېشتو ته اعلانوي چې هيڅوک نه شي کولای په اخترونو او د خوښیو په مراسمو کې د منفجره توکو، هوايي ډزو او پټاکیو خرڅول او اخیستل وکړي، له سرغړوونکو سره به اصولي او قانوني چلند کېږي.»

د یادونې ده، خوست کې د اختر په شپو ورځو کې د پټاکیو ترڅنګ یو شمېر ځوانان هوايي ډزې هم کوي چې له امله یې ډېر کله مرګ‌ژوبله اوړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.