کابل (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۴): د پسرلي په را رسېدو او د نیالګیو اېښودلو کمپاین په پیلېدو سره کارپوهان او دیني عالمان د اقلیمي بدلونونو منفي اغیزو کمولو لپاره د چاپیریال پر ساتنه ټینګار کوي. بلخوا د کابل ښاروالي هم وايي، که څوک عامه ځایونو او ونو ته زیان ورسوي، له قانوني چلند سره به مخ شي.
د چاپیریال ساتنې برخې پوهانو په وینا، د نیالګیو اېښودل افغانستان کې د چاپیریال ساتنې او د اقلیمي بدلونونو منفي اغیزو کمولو لپاره یوه بنسټیزه تګلاره ده او ونې د پاکې هوا برابرولو، د خاورې د تخریب په مخنیوي او اورښتونو په ډېرېدو کې اړین رول لري.
هغوی وايي، د ونو او بوټو بېدرېغه پرې کول پر شاړو ځمکو او صحرا د زرغونو ځمکو بدلېدو، د اوبو د سرچینو کمېدو او د هوا د ککړتیا د ډېرېدو لامل کېږي او که دا پروسه دوام ومومي، راتلونکي نسلونه به د طبیعي سرچینو له کمښت او نه جبرانېدونکي چاپیریالي ناورین سره مخ شي.
د چاپیریال ساتنې برخې کارپوه مهدي حمیدي پژواک خبري آژانس ته وویل، د ونو او بوټو پرې کول د وچکالۍ، سیلابونو، واوروښویېدنو، ځمکښویېدنې او طبیعي اورلګېدنې په څېر د نورو طبیعي پېښو خطرونه ډېروي.
هغه وویل، د بېلګې په توګه که په لوړو سیمو لکه غرونو کې ونې او ځنګلونه وي، د سیلابونو د خطر او ډېرېدو مخنیوی کوي او د انسانانو روغتیا تضمینوي.
نوموړي څرګنده کړه، که د ونو ارزښت ته پام و نه شي او پرې کړل شي، د شینکوریزو ګازونو چې میتان، کاربن مونواکساید، کاربین دایاکساید، نایتروجن اکسایدونه او هوا کې ځوړند ذرې پکې شامل دي، د رامنځته کېدو لامل کېږي او په هغه حالت کې چاپیریالي تنوع له منځه ځي.
مهدي حمیدي وویل، د ګلخانهیي ګازاتو رامنځته کېدل او ډېرېدل یې د اقلیمي بدلونو لامل هم کېږي.
حمیدي زیاته کړه، د ونو لهمنځه تلل او پرې کېدل د خاورې د تخریب لامل کېږي؛ ځکه چې د ونو شتون د خاورې کیفیت کې بنسټیز رول لوبوي او که نیالګي کښېنښودل شي او ونې نه وي، د خاورې کیفیت لهمنځه ځي.
د چاپيریال ساتنې برخې دغه کارپوه زیاته کړه: «همدا نیالګي د دې لامل کېږي چې اوبیزې سرچینې په ښه او باکیفیته توګه وساتي او زیاتې یې کړي.»
د هغه په خبره، د بڼ هره ونه ۱۸ تر ۲۰ کسانو ته اکسیجن برابروي او د ډېرو نیالګیو شتون د روح او روان د تازه کېدو لامل هم کېږي.
د دیني چارو پوهان هم د زرغونې فضا پر ارزښت او د چاپیریال پر ساتنې ټینګار کوي.
یوه دیني عالم نورالله کوثر په دې اړه پژواک ته وویل، پرته له شکه سمسورتیا، نیالګي کېنول او چاپیریال ساتنه یو شرعي امر دی او په دې اړه د اسلام د پیغمبر(ص) حدیث هم راغلی دی.
نوموړي څرګنده کړه: «د ونو پرې کول او له زرغونتیا سره مخالفت شرعي ګناه ده. اسلامي شریعت امر کوي چې باید چاپیریال وساتل شي او ونې او ځنګلونه پرې نشي؛ ځکه ګناه لري.»
نوموړي څرګنده کړه، ونې د الله تعالی ثنا او صفت بیانوي او د پرې کېدو په صورت کې یې د الله (ج) یو صفت ویوونکی لهمنځه ځي او سره له دې د اکسیجن تصفیې او طبیعت ته هم زیان رسېږي.
سره له دې د کابل ښار اوسېدونکي مصطفی عمري وویل، د ونو پرې کول مثبت او منفي دواړه اړخونه درلودای شي.
هغه زیاته کړه چې د ونو پرې کول د لرګیو برابرولو، صنایع او نورو توکو جوړولو لپاره اړین دي چې دغه فعالیتونه کولای شي ان په کارموندنه کې هم مرسته وکړي.
نوموړي څرګنده کړه، له یادو مثبتو مواردو سره سره د ونو بېدلیله پرې کول کولای شي د چاپېریال د تخریبېدو، طبیعي ځایونو له منځه تلو او اقلیمي بدلونونو لامل وګرځي.
عمري زیاته کړه چې ونې او نیالګي د هوا په تصفیه کولو او د خاورې رطوبت په ساتلو کې مهم رول لري.
دغهراز د کابل ښار بل اوسېدونکي زبیر صافي وویل چې د ونو پرې کول د چاپېریال او د انسانانو ژوند لپاره ډېرې بدې پایلې لري.
نوموړي زیاته کړه چې په واقعیت کې د ونو له منځه وړل د هوا ککړتیا د ډېرېدو، د اکسیجن تولید کمېدو او د خاورې خرابېدو لامل ګرځي او د سېلابونو او ځمکې ښوییدنې خطر هم ډېروي.
د هغه په وینا، یاده چاره نه یوازې چاپېریالي ستونزې رامنځته کوي؛ بلکې په بېلابېلو بعدونو کې د انسانانو ژوند له ستونزو سره مخ کوي، نو له ونو ساتنه او د هغوی له پرې کولو مخنیوی د هر پوه او مسوولیتمنونکي وګړي دنده ده.
صافي وویل: «که وګورو سمسورتیا او چاپېریال د هر وګړي په ژوند کې حیاتي رول لري. د شنو سیمو ساتنه او پراختیا نه یوازې د هوا کیفیت په ښه کېدو او هوا ککړتیا په کمېدو کې مرسته کوي؛ بلکه د خلکو جسمي او رواني روغتیا هم تضمینوي. د ښاریانو په توګه موږ مسوولیت لرو څو د ونې په کینولو، له طبیعت ساتلو او د چاپېریال د تخریب په مخنیوي د یوه پایدارې او ښکلې ټولنې په جوړولو کې خپل رول ادا کړو.»
خو د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو مشاور نعمتالله بارکزي پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، له شک پرته دغه اداره یو له هغو بنسټونو ده چې د ښار په سمسورتیا کې خپل لازم اجراآت ترسره کړي.
نوموړي د ښاریانو له لوري د ونو پرې کولو په برخه کې وویل: «موضوع ډېره روښانه ده، که څوک عامه ځایونو او ان که نیالګیو ته زیان ورسوي له هغه به تاوان اخیستل کیږي چې له دغې چارې سره موږ هر کال مخ کیږو.»
هغه څرګنده کړه چې که خلک ونې او نیالګي په قصد او یا غیر قصدي ډول پرې کړي د هغو اصولو له مخې چې شتون لري اجراآت ترسره کیږي.
د بارکزي په وینا، که څوک تاوان ورکولو ته حاضر نه شي، په رسمي ډول د عدلي او قضايي بنسټونو له لوري اقدام ترسره کیږي او امنیتي ځواکونه هم په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار دي.
د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو مشاور په دې برخه کې زیاته کړه: «په دې برخه کې امنیتي ځواکونه له موږ سره همکار دي. که کومه موضوع ولېدل شي او څوک تاوان ورنه کړي په رسمي توګه د عدلي او قضايي بنسټونو له لارې اجراعات کوو او چا چې زیان رسولی ښار ته باید تاوان ورکړي توپیر نهکوي نیالګي پورې اړه ولري یا نورو تاسیساتو پورې.»
بلخوا، بارکزي وویل چې د کابل ښاروالۍ په ۱۴۰۴ کال کې پلان لري څو یو میلیون نیالګي په دغه ښار کې کینوي او دغه کمپاین د تېر کال د کب له ۱۵مې پیل شوی او د وري تر پایه دوام کوي.
نوموړي څرګنده کړه چې یو میلیون زینتي بوټي، مرسل ګل او نور ګلونه به هم په ګلدانونو او د کابل ښار په نورو سیمو کې وکرل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP