Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرپرست حکومت: نړۍوال دې د اقلیمي بدلون اغېزو کمولو او چاپېریال ساتنې برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۲): د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون پرېکړې کړې چې د اقلیمي بدلونونو اغېزو کمولو او چاپېریال ساتنې لپاره دې له نړۍوالو تخنیکي تجربو ګټه واخيستل شي او له نړۍوالو یې غوښتي چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

د حکومت د رسنیو مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د چاپېریال ساتنې، چاپېریال ته د ورپېښو ګواښونو او د هوا تودوخې پر موضوعاتو بحث وکړ.

سرچينې لیکلي، په دې غونډه کې چې د چاپېريال ساتنې ادارې مشرتابه او متخصصينو هم حضور درلود، د اقليمي بدلونونو پر اصلي عواملو، له بدلونونو سره پر مبارزې او د تودوخې پر ډېرېدو بحث او نظرونه تبادله شول.

سرچينه کاږي، په دې غونډه کې وويل شول، اقلیمي بدلون پر نړۍ، په ځانګړې توګه هغو ټولنو چې ژوند یې له طبيعي سرچینو پر استفادې ولاړ دی، ډېر منفي اغېز کړی او پرېکړه يې کړې چې د اقليمي بدلونونو اغېزو کمولو او چاپېريال ساتنې لپاره دې له نړۍوالو تخنيکي تجربو استفاده وشي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.