Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د عامې روغتیا وزارت: د بستري ناروغانو لپاره د خوړو یوې مېنو پر چمتو کولو کار روان دی

کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۴): د کابل ښار په دوو دولتي روغتونونو کې پر ژېړي اخته د بستري ناروغانو پایوازان په داسې حال کې دغو ناروغانو ته د نامناسبو خوړو له ورکول کېدو شکایت کوي چې د عامې روغتیا وزارت وايي، د بستري ناروغانو لپاره د خوړو د یوې مېنو پر چمتو کولو کار روان دی.

ډاکټران وايي چې پر ژېړي ناروغۍ اخته کسان د خوړو له اړخه جدي څارنې ته اړتیا لري؛ د ژېړي ناروغي ښايي د ینې یا جیګر د ستونزو او یا په تریخي کې د نورو اختلالاتو له امله رامنځته شي، نو د خوړو رژیم باید داسې جوړ شي چې د ینې په ښه کېدو کې مرسته وکړي او ژېړی سخت نه کړي.

دوی وايي، هغه خواړه چې په سختۍ هضمېږي، لکه غوړ، سره کړي او فسټ‌فوډ خواړه باید پر ژېړي اخته کس ته ورنه کړل شي.

د ناروغ لرونکو شکایتونه

د بغلان اصلي اوسېدونکی او پر ژېړي اخته خیال‌محمد چې څه موده مخکې د کابل ښار په انتاني روغتون کې بستر و، پژواک ته وویل، د دغه روغتون ډاکټران ناروغانو ته رسېدنه کوي.

هغه وویل: «خو د ژېړي ناروغانو ته د نورو ناروغان په څېر هغه خواړه چې غوړ یې زیات وي، ښه نه دي، کچالو او لوبیا چې د ژېړي ناروغانو ته ښه نه دي، ورکوي.َ»

دغه زار، د کابل د دشت‌برچي اوسېدونکی سفرعلي چې پلار یې پر ژېړي اخته او په انتاني روغتون کې بستر دی، هم په دغه روغتون کې له خدماتو خوښ دی، خو د خوړو له مېنو شکایت کوي.

هغه زیاته کړه: «ډاکټران وایي چې د ژېړي ناروغان دې غوښه او لوبیا نه خوري او کمه مالګه دې وکاروي، خو په روغتون کې همدا شیان ورکوي، زه ډېری وخت خپل پلار ته له کوره خواړه راوړم.»

هغه له مسوولینو غواړي څو د ناروغانو وضعیت ته په کتو د خوړو د یوې ځانګړې مېنو جوړولو برخه کې پاملرنه وکړي.

د ویلو ده چې د کابل د ماشومانو اندراګاندي روغتون کې د ژېړي پر ناروغۍ د اخته کسانو پایوازان هم ورته شکایت لري.

د بغلان ولایت اصلي اوسېدونکی او پر ژېړي د اخته یوه ماشوم پلار احمدصادق وویل: «زوی مې ژېړی لري، څلور ورځې کېږي چې د صحت طفل روغتون کې بستر دی.»

هغه زیاته کړه چې د روغتون دننه پر ژېړي اخته ناروغانو ته لوبیا او نخود ورکوي چې ښه نه دي ورته او اړ دی څو قرض وکړي او له بهره زوی ته خواړه راوړي.

نوموړی هم د یادې ستونزې د حل غوښتونکی دی.

ورته مهال، محمداغا د کابل ښار اوسېدونکی چې لس کلن زوی یې پر ژېړي اخته دی او اوس د کابل په اندراګاندي روغتون کې بستر دی، هم ورته شکایت لري او وايي: «پر ژېړي اخته ناروغانو ته باید د سختو خوړو پر ځای نرم او ملایم خواړه ورکړل شي.»

ډاکټران: دغه ستونزه مخکنۍ ده

د کابل ښار د انتاني ناروغیو ملي او تخصصي روغتون ټرینر متخصص ډاکټر فریدالله عمري وویل: «هغه کسان چې پر ژېړي اخته کېږي، د هغوی لپاره د خوړو رژیم ډېر مهم دی؛ ژېړی بېلابېل ډولونه لري، هغه چې پر سخت ژېړي اخته وي، په هغه صورت کې د ځیګر د حجرو نهايي تخریب رامنځته کېږي، موږ باید ډېر کوښښ وکړو چې هغوی ته د داسې خوړو سپارښتنه وکړو چې پر ځيګر فشار کم کړو.»

هغه داسې ناروغانو ته سپارښته کوي چې له سرو شوو خوړو پرهېز وکړي؛ ځکه پر ځیګر فشار ډېروي، له ژر پخېدونکو خوړو، ګازلرونکو نوشابو، قهوې، کېک او کلچې چې په ترکیب کې یې کیمیاوي یا صنعتي مواد کارول شوي، ډډه دې وشي او د خوړو له یوه متنوع رژیم څخه دې چې ترکارۍ، مېوې او طبیعي جوسونه په‌کې شامل دي، استفاده وکړي.

د هغه په وینا، د هر ناروغ د خوړو رژیم باید بېل وي؛ ځکه یو ناروغ پروټین ته ډېره اړتیا لري، خو د بل ناروغ لپاره محدودیږي.

هغه زیاته کړه: «موږ په روغتون کې یوه واحده مېنو لرو، موږ نه شو کولای دوی ته په روغتون کې درې یا څلور دیګه کېږدو، پر ژېړي اخته ناروغانو ته سپارښتنه کوم چې یو څه له کوره راوړي.»

نوموړي وویل، د ناروغانو لپاره سهار کې شيدې، یوه وچه ډوډۍ، هګۍ او بوره او په غرمه کې وریجې او لوبیا یا یو ډول ترکاري لکه کدو، تور بانجان، لېړو، د چرګ غوښه او مېوه ورکول کېږي او شپه یو ډول خواړه لکه لوبیا، کچالو او مېوه ورکول کېږي.

د سرچینې په خبره، د خوړو یاد رژیم د یو شمېر ناروغانو لپاره ګټور دی خو پر زېړي اخته ناروغانو لپاره بیا زیانمن دي.

هغه زیاته کړه: «یاده ستونزه له مخکې موجوده وه، له کلونو دوام لري، نوې ستونزه نه ده؛ خو بیا هم د تېرو کلونو په پرتله د خوړو د رژیم ستونزه ۸۰ سلنه اصلاح شوې، پخوا یوازې ساده وریجې وې له کچالانو سره خو اوس ښه شوی دی.»

دغه‌راز، د کابل د اندراګاندي روغتون مسوول ډاکټر عبدالرحمن کریمي وویل: «هغه ناروغان چې پر زېړي اخته دي، څو چې ښه کېږي باید له لږو پروټینو ګټه واخلي؛ ځکه هغه کسان چې پر زېړي اخته دي او له ډېرو پروټینو څخه ګټه اخلي لکه له لوبیا او نخودو څخه، نو د دې خطر شته، لکه څنګه چې په عامه اصطلاح خلک وايي چې زېړي ورته د اعصابو تکلیف پیدا کړی، دا ډول تکلیفونه رامنځته کولای شي، له همدې امله موږ باید د هر ناروغ لپاره د خوړو بېل رژیم برابر کړو.»

هغه وايي، په یاد روغتون کې هم د ټولو بستر ناروغانو لپاره د خوړو مېنو یو ډول ده چې وریجې، لوبیا، نخود، ترکاري لکه ګلپي او تور بانجان په کې شامل دي او د سهار له خوا ناروغانو ته هګۍ، شيدې او بوره ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه: «په ټوله کې زموږ د روغتون تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې مراجعین مو ډېر دي، هر چېرې چې مراجعین ډېر وي، پاملرنه غواړي چې هغومره ډېر امکانات ورته برابر شي، امکانات نشته، که امکانات ډېر شي، بسترونه ډېر شي او د همکارو موسسو او دولت له لوري مرستې وشي، د بېلابېلو ناروغانو لپاره د خوړو بېل رژیمونه ټاکلی شو او یا لږ تر لږه هغه ناروغان چې له خطر سره مخ دي، مناسب او ځانګړی د خوړو رژیم ورته جوړ کړو.»

ورته مهال، په دغه روغتون کې د ماشومانو داخلې او خوارځواکۍ متخصص نور رحمان برهان وویل چې له درملنې سره هم‌مهاله د خوړو رژیم مهم دی، د دې لپاره که خواړه سم نه وي، یوازې درمل مشکل نه‌شي حل کولای، نو له دې کبله تغذیه ډېره مهمه ده چې باید په روغتونو کې عملي شي.

هغه وویل: «نظر د ناروغ وضعیت، ستونزو او د ناروغیو نوعیت ته، خواړه فرق کوي، موږ باید مشخص کړو چې کوم ناروغ پروټیني خواړه وخوري او کوم ناروغ غیر پروټیني..‎.. ناروغ باید مشخص شي چې څو کلن دی، انرژي یې باید وسنجول شي او مور یې باید وپوهول شي چې کوم خوراک او څښاک په کومه اندازه ناروغ ته ورکړل شي څو د درملنې ترڅنګ یې خواړه هم ښه شي.»

هغه وویل: «په روغتون کې باید د تغذیې برخه فعاله شي، د دوستو هېوادونو له خوا دې مرسته وشي، پرسونل ونیول شي، کوم شی چې لازم دي چمتو شي څو له طبي درملنې سره د تغذیې درملنه یوځای پیل شي.»

نوموړي وویل، د عامې روغتیا وزارت دې د هېوادونو او تمویلوونکو موسسو په همکارۍ د دې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.

د عامې روغتیا وزارت: هڅه کېږي د بستري ناروغانو لپاره د خوړو منظم پروګرام جوړ شي

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وایي چې که څه هم د تېر په پرتله په دولتي روغتونونو کې د بستري ناروغانو خواړه ښه شوي، خو ځیني کمۍ کاستۍ شته دي.

هغه وویل: «موږ د بستري ناروغانو لپاره د غذایي رژیم منظم پلان لرو، البته هغه ستونزې چې له پخوا پاتې دي، پر هغو کار هم شوی، اوسنیو شرایطو کې هڅه کوو چې له شته سرچینو په استفادې د خوړو منظم پلان ولرو او امکانات برابر کړو، په کومه اندازه چې اړتیا ده، په دې برخه کې کار هم جریان لري، څو وکولای شو په راتلونکي کې د خوړو د رژیم برخه کې کار وکړو او ځيني پلانونه تطبیق کړو.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.