Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کونړ کې د دوو تنو د وژنې په تړاو ۱۶ کسان نیول شوي

اسعداباد (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۴): د کونړ امنیه قومانداني وایي، وړمه ورځ د دغه ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د دوو تنو د لفظي شخړې پر مهال، د درېیم‌ګړي سیلاني د ډزو له امله، دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی چې په تړاو یې ۱۶ کسان نیول شوي دي.

د کونړ امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼې کې راغلي چې وړمه ورځ د دغه ولایت د شيګل ولسوالۍ اړوند سیمه کی د دوو ځوانانو تر منځ لفظي شخړه شوې وه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، درېیم کس – چې له بل ولایته یادې سیمې ته د سیاحت لپاره ورغلی و- د شخړه‌کوونکو تر منځ د خلاصون پر مهال یې ډزې کړې دی چې له امله یې د کونړ دوو اوسېدونکو ژوند له لاسه ورکړی.

سرچینې لیکلي: «دا لامعلومه نه ده چی ډزی قصدي وې که سهواً، په دغه هکله تحقیقات روان دي، ځېنو مغرضو اسلام دښمنه او افغان دښمنه رسنيو دغه زړه‌بوږوونکې پېښې ته داسې انعکاس ورکړ، چې ګويا د دغې پېښې عاملين د اسلامي امارت مجاهدين دي، چې دا خبر هېڅ حقيقت نه‌لري… د دې پېښې عاملين د اسلامي امارت له نظامي او امنيتي بنسټونو سره هېڅ تړاو نه لري.»

سرچینه زیاتوي چې د پېښې اصلي عاملين عام سيلانيان دي چې د چکر او سيل لپاره کونړ ته تللي وو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د پېښې عاملین نیول شوي او تر څېړنې وروسته به محکمې ته وسپارل شي.

د کونړ ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه تړاو په یوه موټر کې له سپرو ۱۷ کسانو څخه ۱۶ تنه نیول شوي او یو تښتېدلی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.