Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نورستان کې د ترافيکي پېښې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

پارون (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰): د نورستان امنيتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې د يوې ترافیکي پېښې له امله درېيو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نورستان د امنيې قوماندانۍ وياند غلام‌الرحمن حیدري د وري په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت د دواب ولسوالۍ ګندمک سیمه کې د یوه ډاډسن ډوله موټر چپه کېدو پېښه کې درېيو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاته کړه، موټر د لغمان ولایت څخه د نورستان منډول ولسوالۍ ته روان و چې له سړکه وتلی او چپه شوی دی.

نوموړي وویل، دغه پېښه کې درېیو کسانو چې د لغمان ولایت اوسېدونکې وو، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.