Language

د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته سفر کوي

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۴): کابل کې د ایران سفارت ویلي چې د دغه هېواد د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سیدمحمد اتابک به په نږدې راتلونکي کې د یوه پلاوي په مشري افغانستان ته سفر وکړي.

کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې کابل کې د ایران د سفارت سرپرست علي‌رضا بیکدلي د دغه هېواد د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سیدمحمد اتابک سره په لیدنه کې د ایران او افغانستان د صنعتي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا اړه خبرې اترې کړې دي.

سرچینه زیاتوي: «ښاغلي اتابک له افغانستان سره د همکاریو پر ارزښت ټینګار او اعلان یې وکړ، په نږدې راتلونکي کې د یوه پلاوي په مشري به افغانستان ته سفر وکړي.»

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د روان کال د وري په درېیمه ویلي وو چې افغانستان په ۱۴۰۳ کال کې په ټولیزه توګه د یو میلیارد او ۷۸۵ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت صادرات او د ۱۱ میلیارد او ۱۶۴ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت واردات درلودل.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، ازبکستان، ایران، قزاقستان، چین، ترکیه، عراق او تاجکستان او تر ټولو ډېر واردات له ایران، متحده عربي امارت، پاکستان، چین، ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان، رسیې، هند او مالیزیا څخه وو.

دغه‌ راز، ایراني رسنیو راپور ورکړی چې افغانستان یو له هغو اوو هېوادونو دی چې د ایران د صادراتو عمده مقصدونو له ډلې څخه دي چې په تېر کال کې یې دوه میلیارد او ۴۱۴ میلیون ډالر غیرنفتي صادرات درلودل.