Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پوهان: د ګرځندوی صنعت وده کولای شي د کار، اقتصادي پراختیا او داخلي تولیداتو ښه‌والي زمینه برابره کړي

بامیان (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۴): د چارو پوهان د هېواد په یو شمېر ولایتونو، په ځانګړې توګه بامیان کې د ګرځندوی فصل په رارسېدو سره وايي چې د ګرځندوی صنعت وده کولای شي د کاري فرصتونو رامنځته کېدو، اقتصادي پراختیا او د داخلي تولیداتو د ښه‌والي لامل شي.

د بامیان د سیمه‌ییزو مسوولینو د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۳ کال کې څه باندې دوه سوه زره ګرځندویانو د دغه ولایت له تاریخي سیمو او طبیعي جاذبو لیدنه کړې ده.

د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري مصطفی صالح پژواک خبري اژانس ته وویل، له دغو دوه سوه زره ګرځندویانو څخه چې په تېر کال کې یې له بامیان څخه لیدنه کړې، دوه زره او ۳۹۰ کسان یې بهرني ګرځندویان دي چې له ایټالیا، امریکا، چین، هند، فرانسه، پاکستان، ایران، سویس، انګلستان، اسپانیا، المان او روسیې څخه د سیاحت او د دغه ولایت د تفریحي او لرغونو سیمو د لیدلو په موخه راغلي دي.

دغه‌راز، هغه زیاته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به روان کال کې هڅه وکړي چې د ځینو تاریخي ځایونو د بیارغونې ترڅنګ ګرځندویانو ته هم غوره اسانتیاوې او خدمتونه وړاندې کړي.

ورته مهال، د چارو پوهان هم د ګرځندوی صنعت وده د اقتصاد پیاوړتیا، د داخلي تولیداتو ښه‌والي او د کاري زمینو برابرېدو لپاره یو کلیدي فرصت بولي.

بامیان پوهنتون کې د ګرځندوی برخې استاد عبدال سجادي وايي، دغه ولایت د سلګونه طبیعي او تاریخي ځایونو په درلودو سره هېواد کې یو مشهور سیاحتي ولایت دی چې هر کال زرګونه داخلي او بهرني ګرځندویان ترې لیدنه کوي.

د هغه په باور، د ګرځندوی صنعت وده د سیمه‌ییزو تولیداتو د ودې، د اقتصاد د پياوړتیا او خلکو ته د کاري زمینو برابرولو لامل کېدای شي.

سجادي زیاته کړه، د ګرځندوی صنعت وده د کاري زمینې برابرولو او د عاید ډېرېدو په برخه کې اساسي رول لري او هېواد ته د بهرنيو پیسو واردېدو ترڅنګ د هوټلونو، رسټورانټونو ، حمل او نقل، لاسي صنایعو او د ګرځندوی لارښود په برخو کې ډېر کاري فرصتونه برابروي.

سجادي زیاته کړه، د ګرځندوی صنعت د نورو صنعتونو پر خلاف ډیری له چاپېریال، طبیعت او ځايي اوسېدونکو سره په اړیکه کې دی او کورنۍ د سیمه‌ییزو خوړو په چمتو کولو، د لاسي صنایعو پلورلو یا ګرځندویانو ته د خپلو کورونو په کرایه ورکولو سره مستقیم عاید ترلاسه کولای شي.

دغه‌راز، کارپوه علي محمدي وايي، ګرځندویي کولای شي د محصولاتو د کیفیت په ښه کېدو، سنتي ارزښتونو په ساتلو، لاسي صنایع په تولید او د خلکو د ژوند د کچې لوړولو کې مهم رول ولري؛ ځکه ګرځندویان معمولاً ځايي خوړو پېرلو، د محلي او کلیوالي خلکو د ژوند وضعیت لېدو او نورو هغو تولیداتو ته لېوالتیا لري چې په مستقیم ډول د خلکو له لوري چمتو او پلورل کیږي.

دغه‌راز نوموړي وویل، ټولنه کې د ګرځندوی صنعت ښه کېدل د امکاناتو برابرېدو، خدمتونو ډېرېدو او زیربناوو پراختیا لامل هم کیږي چې ځايي اوسېدونکو ته فوق‌العاده ګټور دي.

بلخوا، بامیان کې د سیمه‌ییزو توکو تولیدوونکي هم خپل فعالیتونه په ګرځندویانو پورې تړلې بولي.

د بامیان په بازار کې د لاسي صنایعو یوه پلورونکې حکیمه محمدي وايي چې ګرځندوی صنعت د سیمه‌ییزو توکو د تولید او د هغو د پلور برخه کې اساسي رول لري.

د هغې په وینا، د کلیوالي یا سیمه‌ییزو تولیداتو ډیری پېرېدونکي ګرځندویان په ځانګړي توګه بهرنیان دي چې ښځې په دغه ولایت کې د لاسي صنایعو په پلور ورځنی اړتیاوې پوره کوي او له دې لارې خپل ژوند تېروي.

محمدي وویل، په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۸۰ ښځې له هغې سره په برک‌ ګنډنې، هزاره‌ګي جامو، ګراف ګنډلو، لیمڅي، ټغر، د ناوې جهیز، نمدي بوټونه، لاسي بیکونه، خولۍ، واسکټونه او شال جوړولو برخو کې پر کار بوختې دي چې له دې لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي او د عاید یوازینی لار یې بلل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په کچه بامیان یو لرغونی ولایت پېژندل کیږي او د دغه ولایت اته تاریخي ساحې د ملګرو ملتونو د علمي او کلتوري سازمان (UNESCO) په لړلیک کې ثبت دي او سلګونه نورې طبیعي او تاریخي جاذبې او سیمې هم لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.