Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سختې لارې او د روغتیايي امکاناتو کمښت؛ کران‌ومنجان کې د میندواره مېرمنو جدي ستونزې

فیض‌اباد (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۴): د بدخشان ولایت د کران‌ومنجان په لرې پرته ولسوالۍ کې د یو شمېر ښځو لپاره زېږون د مرګ له خطر سره مل دی، په ځینو مواردو کې د مجهزو روغتیايي مرکزونو، وړ ډاکټرانو او مناسبو لارو نشتون د میندواره ښځو د مړینې لامل کېږي.

د کران‌ومنجان اوسېدونکی ۳۵ کلن عبدالله اوس هم باور نه‌شي کولای چې مېرمن یې له لاسه ورکړې ده. لاسونه یې لړزیږي، غریو نیولی و او سترګو کې یې اوښکې ټولې شوې دي. هغه په لړزېدلې غږ وايي: «که ډاکټر او درمل وای، که زموږ په ولسوالۍ کې کوم روغتون شته وای، اوس به هغه (مېرمن یې) او ماشوم مې ژوندي وای.»

د بدخشان ولایت په کران‌ومنجان ولسوالۍ کې په ځینو مواردو کې ښځو لپاره زېږون له مرګ سره د قمار په معنا دی، د ډاکټرانو، امکاناتو نشتون او سختو لارو د دې ولسوالۍ اوسېدونکو لپاره ژوند سخت کړی دی. یو له دغو کسانو عبدالله دی چې په دې وروستیو کې یې خپله ځوانه مېرمن روغتون ته پر لاره له لاسه ورکړې ده.

د عبدالله مېرمن د زېږون له درېیو ورځو سخت درد وروسته د ولسوالۍ کلینیک ته یووړل شوه، خو د روغتیايي امکاناتو نشتون د دې لامل شو چې هغه د بدخشان ولایت مرکز فیض‌اباد ښار ته ولېږدوي، هغه هېڅکله منزل ته ونه رسېده او د لارې په اوږدو کې د بدخشان یمګان ولسوالۍ اب‌جوخان سیمه کې ژوند له لاسه ورکړ.

هغه چې د خپلې ځوانې مېرمنې د مړېنې درد له امله یې سترګې له اوښکو ډکې شوې، وايي: «زموږ د ګډ ژوند څخه یو کال تېرېده، د مېرمنې مې لومړی ماشوم و، درې ورځې پر له پسې یې د زېږون درد تېر کړ، د کران‌ومنجان ولسوالۍ کلینیک ته مو یووړه، د ډاکټرانو له لاسه څه رانغلل، غوښتل مو د فیض‌اباد ولایتي روغتون ته یې ولېږدوو چې د لارې په اوږدو کې د اب‌جوخان سیمه کې مړه شوه، که زموږ ولسوالۍ کې معیاري روغتون او وړ ډاکتران وای، اوس به مې مېرمن او ماشوم ژوندي وو.»

روغتیايي ستونزې چې په ځینو مواردو کې د انسانانو ژوند اخلي

د عبدالله اوښی عبدالرووف خاورې ته د خپلې خور د سپارلو په مراسمو کې په خپګان وايي: «خور مې د تکړه ډاکټرانو نشتون له امله درې ورځې د زېږون درد تېر کړ، له هڅو سره سره ونه توانېدو خپل ناروغ د بهارک ولسوالۍ یا فیض‌اباد روغتون ورسوو، د یمګان ولسوالۍ اب‌جوخان سیمه کې مړه شوه او د هغې بې‌ورحه جسد مو بېرته کور ته راوړ.»

د هغه په وینا، د مجهز روغتیايي مرکزونو نشتون، د ولایت مرکز ته اوږدې لارې او نامناسب سړکونه یې د خور د مړینې له اصلي لاملونو څخه دي. هغه له اسلامي امارته غواړي چې د کران‌ومنجان ولسوالۍ خلکو ته یو پرمختللی روغتون جوړ کړي څو له دې وروسته د داسې دردوونکو مړینو شاهدان ونه اوسي.

د بدخشان ولایت اوسېدونکې مهسا چې د درېیو ماشومانو مور ده، پژواک خبرې اژانس ته یې وویل چې په دغه ولایت کې ښځې، په ځانګړې توګه د زېږون برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي چې د یادو ستونزو له ډلې کولای شو په ډېرو سیمو کې د تکړه قابلو نشتون یا کمښت او ترانسپورټي ستونزو ته اشاره وکړو.

نوموړې زیاته کړه، په لرو پرتو سیمو کې ډېری ښځې نه شي کولای په وخت ولایتي روغتون یا نورو روغتیايي مرکزونو ته ځانونه ورسوي، همدغه موضوع د دې لامل ګرځي چې په ځینو مواردو کې مور یا یې ماشوم ژوند له لاسه ورکړي.

د هغې په وینا: «په ولسوالیو کې د مجهزو روغتونو او کلینیکونو جوړول او د قابلو او تکړه ډاکټرانو ګومارل کولای شي، د میندو د مړېنو په کمېدو کې مهم رول ولوبوي؛ اوس‌مهال یوازې په څو محدودو ولسوالیو کې نسبتا مجهز کلینیکونه شته، خو په لرو پرتو ولسوالیو کې هېڅ روغتیايي خدمتونه نشته او که وي هم د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولای.»

مهسا ټینګار وکړ چې ښځې په یادو سیمو کې ان د زیږون او د امیندوارۍ په دوره کې د تغذیې په اړه له ډېرو ابتدايي معلوماتو بې‌برخې دي؛ هغې د یوې مور په توګه له حکومت او نړۍوالو بنسټونو وغوښتل چې لږ تر لږه په هره ولسوالۍ کې یو مجهز روغتیايي مرکز جوړ شي څو ښځې وکولای شي خوندي او روغتیايي زېږون ولري او د قابلو تر نظر لاندې له لازمو مرستو برخمنې شي.

هغې خبرداری ورکړ: «که یادو ستونزو ته رسېدنه ونه شي، ښځې به همداسې په لرو پرتو سیمو کې قرباني کېږي او هره ورځ به د ښځو د قرباني کېدو په ځانګړي توګه د امیندوارۍ په وخت کې د میندو د مړه کېدو شاهدان یو.»

د کران‌ومنجان ولسوالۍ په کلیو کې په تېر (۱۴۰۳) کال کې د زېږون له امله د ۲۹ ښځو مړینه

د کران‌ومنجان ولسوالۍ مرکز اسکازر اساسي روغتیايي مرکز امر بازمحمد وايي چې د اوږدو لارو او د دې ولسوالۍ د لرې والي له امله روغتیايي برخه کې ستونزې شته.

نوموړي زیاته کړه، په یاد روغتیايي مرکز کې د جراحۍ امکانات نشته، هغه ناروغان چې ریفر ته اړتیا لري، په ځینو مواردو کې د وینې بهېدنې او ځینو نورو ستونزو له امله بهارک او فیض‌اباد روغتونونو ته د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکوي.

هغه وايي، دې ولسوالۍ کې د روغتیا د برخې له اړینو ننګونو څخه یوه د ولایت له مرکز سره واټن دی او زیاتوي، بله ستونزه په دغه ولسوالۍ کې د (+ CHC) روغتون نشتون دی چې له پرمختللو خدمتونو څخه یې ناروغان ګټه پورته کړي او د ریفر اړتیا ونه لري.

نوموړی تاییدوي چې په یاد روغتیايي مرکز کې د ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې درې کسان مړه شوي خو ۲۹ نورې میندې د یادې ولسوالۍ د اسکازر روغتیايي مرکز ته له رسېدو مخکې د دغې ولسوالۍ په کلیو کې د زېږون پر مهال ژوند له لاسه ورکړی دی.

اوږدې لارې او غیرمجهز مرکزونه

امرالله چې د کران‌ومنجان ولسوالۍ له «یمک بالای کران» کلي څخه یې د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی و وايي: «موږ د بالای کران ولسوالۍ په کچه د یمک، اب یمک، کلت، اسکاسپک، روباغان او میان شهر په شمول شپږ کلي چې د کران‌ومنجان ولسوالۍ مرکز اسکازر ته څلور ساعته پیاده مزل لرو، یوه پرمختللي روغتیايي مرکز ته اړتیا لرو، تل چې کله خپل ناروغان نورو روغتونونو ته لېږدوو، د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکوي.»

هغه زیاتوي، د ولسوالۍ په مرکز کې پرمختللی کلینیک او وړ ډاکټران نشته چې د ناروغانو ستونزې حل کړي، کابل او فیض‌اباد ته د ناروغانو لېږد، په ځانګړې توګه د ژمي په موسم کې ستونزمن دی.

هغه له اسلامي امارته غواړي چې د هغوی لپاره یو مجهز او پرمختللی روغتون چې د دې ولسوالۍ د لرې پرتو سیمو د خلکو ستونزې حل کړلای شي، جوړ کړي.

د کران‌ومنجان ولسوالۍ یو اوسېدونکی سیداکبر چې د هغه په وینا، یوه میاشت مخکې یې خپل ځوان زوی د درملنې امکاناتو نشتون له امله له لاسه ورکړی، په دغه ولسوالۍ کې د ډاکټرانو او درملو له نشتون څخه شکایت لري او وايي: «په ټوله ولسوالۍ کې یوازې یو امبولانس لرو. ان ساده ناروغانو لپاره هم کافي امکانات نشته، یوه میاشت مخکې مې ځوان زوی دلته ناروغ شو، فیض‌اباد ته مو یووړ چې د لارې په اوږدو کې یې ژوند له لاسه ورکړ.»

هغه زیاتوي چې د ولسوالۍ په کلینیک کې د هر څه کمبود دی، د درملو له اړخه که درې میاشتې درمل لري نو شاید درې نورې میاشتې یې ونه لري، په دې لرې پرته او پراخه ولسوالۍ کې د BHC یو روغتیايي مرکز بسنه نه کوي، معالج متخصصه ډاکټرانو ته اړتیا ده.

۴۵ کلن بازمحمد چې ځان د کران‌ومنجان ولسوالۍ د اسکاسپک کلي استازی معرفي کوي، د پژواک خبري اژانس خبریال ته یې وویل، دغه ولسوالۍ کې د پرمختللي روغتیايي مرکز نشتون یوه جدي ستونزه ده.

نوموړي زیاته کړه: «ناروغان مو باید ۱۰ تر ۱۱ ساعتونو سفر وکړي څو فیض‌اباد ته ورسېږي. یو شمېر امیندوارې مېرمنې د درد او وینې بهېدنې له امله په نیمه لار کې ژوند له لاسه ورکوي او یو شمېر کورنۍ د مالي امکاناتو نشتون له امله نشي کولای چې خپل ناروغان په دروند لګښت د ولایت مرکز یا پنجشیر ته ولېږدوي، که اسلامي امارت او نړۍوالې موسسې په دې ولسوالۍ کې د پرمختللي روغتون نشتون ستونزې ته پاملرنه وکړي نو ښه ده، که نه له خدای څخه د مرستې له غوښتو پرته بله چاره نه لرو.»

دغه‌راز، د کران‌ومنجان ولسوالۍ د یمک کلي اوسېدونکی عبدالوکیل وايي: «د روغتیا برخه کې زموږ ستونزې ډېرې دي، د ولسوالۍ مرکز زموږ له کلي څخه ډېر واټن لري، موټر کې ۲۱ ساعته سفر کوو چې فیض‌اباد ته ورسېږو، یو موټر د ولسوالۍ تر مرکزه زموږ د ناروغ کرایه ۵ زره او د ولایت تر مرکزه ۱۲ زره افغانۍ اخلي او تېر کال کې لږ تر لږه ۲۰ امیندوارو مېرمنو د زېږون پر مهال پر دې لاره ژوند له لاسه ورکړی دی.»

هغه له اسلامي امارته غواړي چې هغوی ته یو پرمختللی روغتیايي مرکز جوړ کړي او وړ ډاکتران هم ورته وګوماري څو د مړینې مخه ونیول شي.

روغتیايي ننګونو ته د رسېدنې برخه کې د مسوولینو ژمنې

د بدخشان د عامې روغتیا رییس قاري عتیق‌الله فیضي په کران‌ومنجان ولسوالۍ کې د مېندو د مړینې شمېرې تایید یا ردوي نه‌ خو وايي چې په دې ولسوالۍ کې ننګونې شتون لري او دلته دCHC ته د BHC روغتیايي مرکز ارتقا هم منظور شوې خو د بودجې نشتون له امله نه دي توانېدلي چې خدمات فعال کړي.

هغه وویل، د عامې روغتیا وزارت پرېکړه کړې چې د روان کال په اوږدو کې د هېواد په کچه ۳۱۸ د GH روغتونونه (جنرال هسپتال) چې د ۴۵ بسترونو ظرفیت لري، جوړ کړي چې بدخشان لپاره ۲۷ روغتونونه په پام کې نیول شوي، یو به یې د کران‌ومنجان په ولسوالۍ کې فعال شي خو که له دې څخه کم هم بدخشان لپاره په پام کې ونیول شي، په یمګان او یا کران‌ومنجان ولسوالۍ کې به د GH روغتون سره له ودانۍ او خدماتو جوړ شي چې په دې کار سره به روغتیايي ستونزې حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هغو معلوماتو له مخې چې ولسي سرچینو او روغتیایي کارپوهانو پژواک خبري اژانس ته ورکړي، د بدخشان له ۲۸ اداري واحدود څخه په لسو ولسوالیو کې د (BHC) اساسي روغتیايي مرکزونه فعالیت لري او له فیض‌اباد پرته په درېیو ولسوالیو کې د ولسوالۍ په کچه روغتیايي مرکزونه شتون لري او پاتې ولسوالیو کې د «CHC» ټولییز روغتیايي مرکزونه فعال دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.