کابل (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۴): تېره اونۍ، بريتانیا ویلي چې هڅه کوي افغانستان یو ځل بیا د م.م اجنډا په سر کې ځای ومومي، بېلابېلو سرچینو له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي او دغه راز ا.ا د یوناما د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، ځيني استخباراتي سازمانونه د عامه ذهنونو د مغشوشولو هڅه کوي.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- یوناما: ا.ا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پلي کولو لپاره سیسټماتیکې او دوامداره هڅې کوي.
- ا.ا: ځيني استخباراتي سازمانونه د خپلو شومو موخو ترلاسه کولو لپاره د عامه ذهنونو د مغشوشولو هڅه کوي.
- بېلابېلو سرچینو له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.
- ا.ا: هیڅوک باید کډوال د خپلو سیاسي موخو لپاره د وسیلې په توګه ونه کاروي.
- بریتانیا: هڅه کوو چې افغانستان یو ځل بیا د م.م اجنډا په سر کې ځای ومومي.
- م.م: مرستندویان دې له افغانستان سره خپلو حیاتي مرستو ته دوام ورکړي.
- عراقچي: د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې په بېلابېلو برخو کې د ارزښت وړ دي.
مرګژوبله:
تېره اونۍ افغانستان کې د بېلابېلو پېښو لهامله اووه کسان وژل شوي او لس نور ټپيان وو.
تېره اونۍ، ناپېژانده وسلهوالو اروزګان کې یو کس په ډزو وژلی، تخار کې یو تن تر لفظي شخړې وروسته وژل شوی، فراه کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی، کابل کې د ماشومانو پر سر شخړه کې یو کس تر وهلو ډبولو وروسته مړ شوی او میدانوردګو کې د یوه پخواني ماین چاودنې له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.
ځايي مسوولین وايي، هرات کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو غلو ترمنځ په نښته کې یو وسلهوال غل وژل شوی او کندهار کې د امنیې قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیریت اړوند د زړو مهماتو په یوه کانټينر کې د چاودنې له امله څلور کسان ټپيان شوي دي.یادونه: د مرګژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.
وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي وو او یو بل ټپي و.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
د یوناما اندېښنه او د ا.ا غبرګون
تېره اونۍ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوه تازه راپور کې ویلي وو، اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پلي کولو لپاره د دوی د نورو فرمانونو په پرتله ډېرې، سیستماتیکې او دوامداره هڅې کوي.
سرچينې زیاته کړې: «په افغانستان کې واکمن چارواکي په ټینګ هوډ سره هڅه کوي چې د خپل سوچه اسلامي نظام لیدلوری په ټول هېواد کې پلی کړي.»
خو د امر بالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر د یوناما راپور ته په غبرګون کې ویلي، یاد وزارت تېر یو کال په ټولنه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، ناوړه دودونو له منځه وړلو او نورو برخو کې د الهي فرامینو پلي کولو ترڅنګ، ۱۱۳۳مېرمنو د اجباري نکاحو قضیې حل کړي او هغوی ته یې خپل شرعي حق سپارلی دی.
هغه زیاته کړې، یو شمېر استخباراتي سازمانونه د تېر په څېر د خپلو شومو موخو ترلاسه کولو لپاره د عامه ذهنونو د مغشوشولو هڅه کوي.
له افغانستان د سره د مرستو غوښتنه او د م.م د اجنډا په سر کې د افغانستان د راوستو هڅې
تېره اونۍ، په افغانستان د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) د نړۍ له مرستندویو هېوادونو او بنسټونو غوښتي څو له افغانانو سره خپلو حیاتي مرستو ته دوام ورکړي.
سرچینې دغه غوښتنه په استانبول کې د روانې اونۍ له ناستو مخکې کړې چې د افغانستان د همغږۍ ډلې په نوم د مرستندویو هېوادونو استازي، نړۍوال مالي بنسټونه او یوناما په کې راټول دي.
دغه راز، کابل کې د بریتانیا شارژدافیر رابرټ ډيکسن د کډوالو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې هڅه کوي څو افغانستان یو ځل بیا د ملګرو ملتونو سازمان د اجنډا په سر کې ځای ومومي.
ډېکسن ویلي چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان په تړاو یو پروپوزل جوړ شوی او ټاکل شوې چې راتلونکي کې د اسلامي امارت له مسووولینو سره شریک شي.
د ده په وینا، په دغه پروپوزل کې له افغانستان سره د اړیکو ټینګښت، د امنیت ټینګښت او نور مثبت ټکي شامل دي او په خبره یې بریتانیا د دغه سند په جوړولو کې مهم رول ادا کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د امریکا له لوري د مرستو بندېدو ته اندېښنه ښودلې ده.
له پاکستانه د افغان کډوال ایستل
پاکستاني رسنیو ويلي، په پاکستان کې افغان کډوالو ته د ورکړل شوي ضربالاجل له پای ته رسېدو وروسته پاکستاني پولیسو خپل اقدامات پیل کړي او په اسلاماباد او راولپنډۍ کې یې زرګونه افغان کډوال نیولي دي.
په پاکستان کې افغان کډوالو ته د وتلو ورکړل شوی ضربالاجل د مارچ په ۳۱مه پای ته ورسېد.
دغه راز، پاکستاني پولیسو اسلاماباد ته په نږدې سیمه «مري» کې له خلکو غوښتي چې افغان کډوالو سره په هیڅ ډول معامله کې ځانونه ښکېل نهکړي او کورونه، دوکانونه او یا هوټلونه دې په کرایه نه ورکوي.
تېره اونۍ، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ رییس، عرفات جمال له ایران او پاکستانه غوښتي چې له افغان کډوالو سره په ښه ډول چلند وکړي.
دغه راز، په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ په ګډون د دغه سازمان کارپوهانو له پاکستانه غوښتي چې له اسلاماباد او راولپنډۍ ښارونو کې د افغان کډالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي.
تېره اونۍ، د افغانستان د رياستالوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي تورخم ته د سفر پر مهال ویلي، پاکستان هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري، خو بیا هم دغه هېواد د ګاونډيتوب او نورو نړۍوالو اصولو خلاف د افغان کډوالو جبري ايستل پيل کړي دي.
دغه راز، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ایران او پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو پر وړاندې له صبر او زغمه کار واخلي، له کډوالو سره په چلند کې ښه ګاونډيتوب، اسلامي او انساني ارزښتونه او نړۍوال قوانین رعایت کړي.
سرچينې ویلي، له پاکستانه تمه لري چې د افغان کډوالو پر وړاندې پیل شوی تاوتریخوالی او ناوړه چلند پای ته ورسوي او هیڅوک باید کډوال د خپلو سیاسي موخو لپاره د وسیلې په توګه ونه کاروي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، تېره اونۍ، نږدې ۴۰۰ افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
له افغانستان سره د ځينو ګاونډيو هېوادونو اړيکې
تېره اونۍ، د اوزبېکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي وو چې په نړۍواله کچه د افغانستان له منزوي کېدو مخنیوی مهم دی او د اسلامي امارت له اوسنیو چارواکو سره یې جوړجاړی او خبرې اترې هم لازمي ګڼلې دي.
د اسلامي امارت ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت د اوزبېکستان ولسمشر له دغو څرګندونو هرکلی کړی او ویلي یې دي: «د افغانستان په اړه د اوزبېکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف د مثبتو څرګندونو او د افغانستان په اړه د یاد هېواد د همیشني مثبت موقف ستاینه او هرکلی کوو.»
کابل کې د اوزبېکستان سفیر ايبک عثمانوف ویلي چې د افغانستان او ازبېكستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ١,١ ميليارد ډالرو ته رسېدلې او راتلونکی کال به دغه کچه دوه ميليارد ډالرو ته لوړه شي.
دغه راز، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان و ایران ترمنځ اړیکې د ارزښت وړ بللې او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترسره شوي هوکړهلیکونه، په ځانګړي توګه له ایران څخه د افغان کډوالو د تدریجي راستنېدو برخه کې هوکړهلیک باید وڅارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP