Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بریتانیا شارژدافیر: هڅه کوو چې افغانستان یو ځل بیا د م.م اجنډا په سر کې ځای ومومي

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۴): کابل کې د بریتانیا شارژدافیر د کډوالو چارو وزارت سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې هڅه کوي څو افغانستان یو ځل بیا د ملګرو ملتونو سازمان د اجنډا په سر کې ځای ومومي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر کابل کې د بریتانیا له شارژدافیر رابرټ ډيکسن سره لیدلي.

خبرپاڼه کاږي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغان کډوالو د وضعیت، بشري مرستو او د اسلامي امارت او نړۍوالو ترمنځ د همکاریو پر پراخېدو بحث او خبرې وکړې.

ډېکسن د دې ناستې پر مهال خوښي څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان په تړاو یو پروپوزل جوړ شوی او ټاکل شوې چې راتلونکي کې د اسلامي امارت له مسووولینو سره شریک شي.

نوموړي ویلي، په دغه پروپوزل کې له افغانستان سره د اړیکو ټینګښت، د امنیت ټینګښت او نور مثبت ټکي شامل دي او په خبره یې بریتانیا د دغه سند په جوړولو کې مهم رول ادا کړی.

هغه زیاته کړه، بریتانیا د افغانانو د ملاتړ او له افغانستان سره د دوامدارو اړیکو لپاره ژمنه ده او هڅه کوي چې افغانستان یو ځل بیا د ملګرو ملتونو سازمان د اجنډا په سر کې ځای ومومي.

ډېکسن دا هم وویل چې نړۍ له بشري بدلونونو سره مخ ده او له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو څپه یو مهم بشري مسوولیت دی چې باید د همغږۍ له لارې ورته حل‌لار وموندل شي.

نوموړي څرګنده کړه، بریتانیا د خپلو بشري مرستو برخه کې ۷،۵ میلیون پونډه زیاتوالی راوستی څو د افغان کډوالو ملاتړ لاپراخ شي.

هغه همدا راز ټینګاروکړ چې د افغانستان ګاونډیان باید افغان کډوال په باعزته ډول د معیاري بهیر له لارې بېرته هېواد ته راستانه کړي.

د خبرپاڼې په حواله، یاده لیدنه کې د کډوالو چارو وزارت سرپرست هیله څرګنده کړه چې نړۍواله ټولنه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي.

مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت د اقتصادمحوره پالیسۍ پربنسټ له اروپايي هېوادونو، په ځانګړې توګه له بریټانیا سره د مثبتو اړیکو پراختیا ته ژمن دی او هڅه کوي چې له هر ډول سوء‌تفاهماتو مخنیوی وشي.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت له درې‌نیمو کلونو راهیسې د کورنیو بنسټونو د پیاوړتیا ترڅنګ له نړۍ سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخېدو لپاره کار کوي او هڅه کوي افغانستان د سیمې د ترانزیټ مهم مرکز وګرځوي.

نوموړي دا هم وویل چې د اسلامي امارت بهرنی سیاست پراقتصاد متمرکز دی څو د سوداګرۍ، پانګونې او ثبات له لارې سیمه‌ییز پرمختګ تضمین شي.

مولوي عبدالکبیر د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو پر وړاندې د ناسم چلند په اړه ژوره اندېښنه وښوده او ویې ویل، له افغان کډوالو سره د اسلامي او انساني ارزښتونو، د کډوالۍ اصولو او نړۍوالو بشري قوانینو خلاف چلند کېږي.

هغه څرګنده کړه، اسلامي امارت د راستنېدونکو کډوالو د سم مدیریت لپاره چمتووالی نیولی او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې ۴۶ ښارګوټي تخصیص کړي او تمه ده چې د بېړنیو او اساسي مرستو په وړاندې کولو به نور کډوال هم داوطلبانه راستنېدو لپاره وهڅول شي.

مولوي عبدالکبیر له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د دغو ښارګوټو په فعالولو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي، او له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د مخنیوي لپاره خپل اغېزناک رول ولوبوي.

د کډوالو چارو وزارت سرپرست ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت په ټول قوت سره د راستنېدونکو کډوالو د مدیریت، ځای پرځای کولو او د هغوی د حقوقو د خوندیتوب لپاره ژمن دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.