پلخمري – مزارشریف (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۴): د بلخ او بغلان ځايي مسوولین وايي، دغو ولایتونو کې لا هم نږدې ۵۰۰ ښوونځي ودانۍ نهلري او زدهکوونکي یې د ژمي په سړه هوا او د اوړي په ګرمۍ کې تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کوي.
د بلخ ولایت د پوهنې ریاست رییس محمدشریف عثماني پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ولایت کې اوسمهال ۶۰۰ ښوونځي شته چې شاوخوا ۵۵۰ زره زدهکوونکي پهکې پر زدهکړو بوخت دي.
نوموړي وویل، په یاد شمېر ښوونځيو کې داسې ښوونځي هم شته چې هیڅ ودانۍ نهلري او یا هم ودانۍ یې د ګټې اخیستنې وړ نه دي.
عثماني زیاته کړه: «بلخ کې ۲۲۳ داسې ښوونځي لرو چې اصلاً ودانۍ نهلري او یا هم ودانۍ یې د استفادې وړ نه دي؛ ځکه مو په ځینو سیمو کې کورونه ورته په کرایه نیولي دي، یا هم زدهکوونکي له خیمو لاندې زدهکړې کوي.»
د عثماني په خبره، د سرپرست حکومت له حاکمیت را وروسته په دغه ولایت کې ۱۲ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې او د ۲۴ نورو ښوونځیو ودانۍ ترمیم او بیارغول شوې دي او زیاته یې کړه چې هڅه کېږي پاتې ښوونځیو ته هم ودانۍ جوړې او یا یې ودانۍ ورغول شي.
ورته مهال، یو شمېر زدهکوونکي او ښوونکي هم شکایت کوي چې د ودانيو نشتون له امله له ستونزو سره مخ دي او غوښتننه کوي حکومت او مرستندویه ادارې دې د دوی ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي.
بلخ کې د کثیرالرشتوي لېسې امر غلامعباس واحدي وویل، دغه لېسه یوه بشپړه ودانۍ نهلري او غوښتنه کوي چې حکومت او نورې ادارې دې د دوی ستونزو ته پاملرنه وکړي.
دغه راز د چهاربولک ولسوالۍ د امام فخرالدین رازي ښوونځي د شپږم ټولګي زدهکوونکي احمدخالد وویل، دوی تر خیمو لاندې زدهکړې کوي چې امله یې په اوړي او ژمي کې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.
د بلخ د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، دغه ولایت کې د ۶۰۰ ښوونځيو ترڅنګ ۱۰۵۰ دیني مدرسې هم شته چې څه باندې سل زره زدهکوونکي پهکې پر دیني زدهکړو بوخت دي.
همدارنګه د بغلان ولایت د پوهنې ریاست رییس مولوي محمدنورعزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ولایت کې اوسمهال۵۵۰ ښوونځي شته چې د څه باندې ۱۷۰ زره نجونو په ګډون په کې څه کم ۴۰۰ زره زدهکوونکي پر زدهکړو بوخت دي.
هغه وویل: «په ټول بغلان کې فعال۵۵۰ ښوونځي لرو، تېر کال شلو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې، اوس مو ۳۳۱ ښوونځي ودانۍ لري او پاتې ۲۱۹ ښوونځي بیا ودانۍ نهلري چې له خپلې بودجې او د موسسو په مالي ملاتړ مو خیمې ورته را ونیولې، خو په راتلونکي کې غواړو د خیمو رانیولو پر ځای ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړو.»
نوموړي دغه راز وویل، ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو په اړه یې له یو شمېر موسسو سره خبرې کړې او په خبره یې چې هڅه کوي په ښوونځیو کې د معیاري ټولګیو د نه شتون ستونزه هواره کړي.
په همدې حال کې د مرکز پلخمري اړوند د شهابالدین سیمې د بيبي اینې لېسې مدیر ملا صابر وویل، د لېسې ټول زدهکوونکي له کلونو راهیسې د ونو او دېوالو تر سیوري لاندې زدهکړې کوي.
هغه وویل: «د بيبي اینې لېسه ۱۶۰۰ زدهکوونکي لري چې په یو وخت کې ۲۴ ټولګیو ته اړتیا لرو، خو موږ یوازې اته خونې لرو چې معیاري هم نهدي، څو خیمې لرو هغه هم له کاره وتي دي، سږ کال لګیا یو شاګردانو لپاره چوبدرې جوړو.»
د نوموړي په خبره، له پوهنې ریاست یې څو ځله لېسې لپاره د ودانۍ جوړولو غوښتنه کړې خو ورته ویل شوي چې بودجه نشته او د موسسو له خوا هم لېسې ته د ودانۍ جوړولو وعده نه ده ورکړل شوې.
دغه راز، د پلخمري ښار اړوند د حسینخېلو لېسې سرښوونکي شاهمحمود وویل، د ښوونکو لپاره د معیاري ټولګي په پرتله په ازاده فضا کې تدریس ستونزمن دی.
هغه وویل، معیاري ټولګي کې د ماشومانو پام یوازې د ښوونکي خبرو ته وي او په ازاده فضا کې زدهکوونکي د استاد خبرو ته د پام پر ځای شاوخوا سیمو ته ګوري چې د وخت ضایع او د درسي پلان د نه پليکېدو لامل کېږي .
د یادونې ده چې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ښوونځيو زدهکوونکي له دغه ډول ستونزو سره مخ دي او له کلونو راهیسي یې د حل غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP