ګردېز (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۴): د پکتيا د سيدکرم او جانيخېلو يو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغو ولسوالیو کې د دوو ۳۰ بستريزو روغتونونو ودانیو جوړولو چارې چې د تېر حکومت پر مهال پیل شوې وې، لا هم نیمګړې پاتې دي او غوښتنه کوي چې باید بشپړې شي.
د پکتیا د عامې روغتیا ریاست مسوولین هم وایي چې د یادوو روغتونونو د ودانیو جوړولو چارې په ۱۳۹۸ کال کې پیل شوې وې خو نیمګړې پاتې شوې او زیاتوي چې هڅه کوي روان کال یې چارې بشپړې کړي.
د سيدکرم ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حسن خان کاظمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ۱۳۹۸ کال کې په دې ولسوالۍ کې د يوه روغتون لپاره د ودانی جوړولو چارې پيل شوې وې خو چارې نیمګړې پاتې دي.
هغه زیاته کړه، سره له دې چې اوس د دغه ولایت په ځینو سیمو کې کوچني کلینیکونه شته خو د ټولو ناروغانو اړتیا نه شي پوره کولای او اړ کېږي ساعتونه مزل ووهي او خپل ناروغان ګردېز ښار ته ورسوي.
د کاظمي په خبره، د دغه روغتون جوړولو چارې تر ډېره بشپړې شوې او له اسلامي امارته یې وغوښتل چې پاتې چارې یې هم بشپړې کړي.
هغه وويل، که د سيدکرم د ۳۰ بيستريز روغتون ودانۍ بشپړه او روغتون فعال شي، نه يوازې د سيدکرم، بلکې د ورڅېرمه نورو ولسواليو لپاره هم نږدې دی او ناروغان یې په اسانۍ دغه روغتون ته راتلای شي.
د جانيخېلو يوه اوسېدونکي محبالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د روغتون نشتوالي له امله ډېری خلک اړ کېږي خپل ناروغان څمکنيو ولسوالۍ او يا هم مرکز ګردېز ته بوځي.
هغه زیاته کړه چې په ولسوالۍ کې د تېر حکومت پر مهال د یوه روغتون جوړولو چارې پیل شوې خو نیمګړې پاتې دي چې باید اوس بشپړې شي.
د خان وزیر په نوم یوه بل کس هم وویل چې په دې ولسوالۍ کې يې د روغتون نشتوالي له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
هغه زیاته کړه: «دلته يو کوچنی کلينیک شته خو پوره درمل نه وي په کې، داسې ښه ډاکټران هم نه لري، خلک بېخي زيات دي؛ يعنې خلک بېخي له ستونزو سره مخ دي.»
د پکتيا د عامې روغتيا ریيس ډاکټر معراجګل عادل پژواک ته وويل چې د يادو دوو ۳۰ بستريزو روغتونونو ودانيو د پاتې چارو بشپړول يې په کاري لومړيتوب کې دي.
هغه زیاته کړه: «موږ دوه اېچډي روغتونونه لرو چې يو په سيدکرم ولسوالۍ کې دی او بل په جانيخېلو ولسوالۍ کې، د دواړو د ودانیو چارې نیمګړې پاتې دي، چارې یې تقریباً له ۵۰ تر ۶۰ سلنې بشپړې شوې او د پاتې چارو بشپړېدو لپاره هم موږ د ۱۴۰۴ کال په پلان کې دا ودانۍ شاملې کړې چې د بودجې له پيدا کېدو سره به يې پاتې چارې بشپړې شي.»
د افغانستان په لرو پرتو ولسوالیو کې روغتیایي خدمتونو ته بشپړ نه لاسرسی هغه ستونزه ده چې ډېری وخت یې له امله خلک له ستونزو سره مخ وی.