Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېر میلادي کال په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده توکو چاودنو ۶۱۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۴): کابل کې نن د ماینونو د خطرو په اړه د پوهاوي او د ماین‌پاکۍ له چارو د ملاتړ نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې مسوولینو وویل، په ۲۰۲۴ کال کې په ټول هېواد کې د ماینونو او ناچاودو توکو چاودنو له امله ۶۱۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په کابل کې نن د ماینونو خطرونو په اړه د پوهاوي او د ماین‌پاکۍ له چارو د ملاتړ نړۍواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

په دې غونډه کې د اسلامي امارت له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې د ماین‌پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ رییس قاري نورالدین رستم‌خېل وویل، په تېر زیږدېز کال کې په ټول هېواد کې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو ۳۲۶ پېښې ثبت شوې چې له امله یې ۶۱۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاته کړه، د ماین‌پاکۍ پروګرام له لارې په تېرو ۳۵ کلنو کې د ۵۱۴۳ کیلومتره مربع سیمو له ډلې ۳۹۹۳ کیلومتره له ماینونو پاکه شوې ده.

د رستم‌خېل د معلوماتو له مخې، اوس هم په هېواد کې ۱۱۵۰ کیلومتره مربع په ماینونو ککړې سیمې شته چې د پاکولو لپاره یې مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

نوموړي وویل، په ۲۰۲۴ کال کې په هېواد کې ۱۰۳ کیلومتره مربع ککړې سیمې له ماینونو او ناچاودو توکو پاکې شوې دي.

د هغه په خبره، په ۲۰۲۴ کال کې ۷۵۰ د پرسونل ضد ماینونه، ۴۲۳ د وسایطو ضد ماینونه، ۴۸۲۹ په لاس جوړ شوي ماینونه او ۶۶۷۸۹ ناچاوده توکي کشف او له منځه وړل شوي دي.

په یاده غونډه کې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست ملا  نورالدین ترابي وویل، ماینونه او ناچاوده توکي په افغانستان کې ختم نه دي او هر وخت د خلکو ژوند اخلي.

هغه زیاته کړه، هره میاشت په افغانستان کې له ۵۰ څخه نیولې تر ۶۰ کسان د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو ښکار کېږي چې زیاتره یې ماشومان او کوچیان وي.

نوموړی وویل، هڅه کوي په افغانستان کې ککړې سیمې له ماینونو او ناچاوده توکو پاکې کړي او له نړۍوالو یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي او د ماین پاکۍ پروګرام ته دې چټکتیا ورکړل شي.

هغه وویل، اسلامي امارت د ماین پاکۍ له موسسو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماین‌پاکۍ برخې رییس نیکلولاس سټیفن پانډ وویل، د افغانستان خلک لا هم د اوږدې جګړې له بدو پايلو اغېزمن دي او په خبره یې چې ماشومان بیا د چاودېدونکو توکو تر ټولو ستر قربانيان دي.

هغه زیاته کړه، تېر کال یې له پنځه سوه ډېر قربانیان ثبت کړي چې ۷۹ سلنه یې ماشومان وو.

نوموړي له هغو مرسته کوونکو مننه وکړه چې له کلونو راهيسې یې د افغانستان د ماين پاکۍ د سکټور ملاتړ کړی دی.

هغه وویل، افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې له نړۍوالو ماين ضد تړونونو سره خپلې ژمنې تازه کړې، خو دا ژمنې پرته له مالي ملاتړه د پوره کېدو وړ نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې وري میاشتې په ۱۵مه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) ویلي وو چې افغانستان لا هم له جګړو د پاتې ماینونو او چاودېدونکو توکو د شتون له اړخه د نړۍ یو له خورا زیان‌منونکو هېوادونو دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.