Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان له زندانونو ۶۲ نور افغانان ازاد شول

کابل (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۶۲ نور افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.

د کډوالو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال تېره ورځ هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې د کندهار سپین‌بولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي چې یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر څلورو ورځو بندیان وو.

د سرچینې په حواله، دغه کسان د ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولېږل شول.

خو د کډوالو چارو وزارت نه دي ويلي چې دا مهال پاکستان کې څومره افغانان بندیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې غويي میاشتې په ۲ مه هم ۱۷۵ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.