Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې تر درملنې لاندې لسګونه روږدو حرفوي زده‌کړې ترلاسه کړې

کندهار (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۴): د کندهار د روږدو درملنې په ۱۰۰ بستریز روغتون کې چې د اروپايي ټولنې په مالي مرسته فعال دی، پر نشه‌یي توکو څلوېښت روږدو کسانو د درملنې تر څنګ  حرفوي زده‌کړې هم ترلاسه کړې دي.

د چهارشنبې په ورځ دغو روږدو ته چې د تېرو درېیو میاشتو په اوږدو کې یې خیاطي او نورې حرفې هم زده کړې اړوند وسایل ووېشل شول.

 مسوولین وایي، دا په نشه‌يي توکو روږدي کسان په دغه مرکز کې د درملنې تر څنګ بېلابېل کسبونه هم زده کوي او د درملنې پر مهال هره میاشت دوی ته نغدي پيسې هم ورکول کېږي.

د دغه مرکز مسوول ډاکټر عبدالفتاح په دې اړه وویل: «دلته خدمات د اروپايي ټولنې په مالي مرسته او د « UNDP » له خوا تر سره کېږي، موږ دلته د درېیو میاشتو درملنې پر مهال په نشه روږدي کسانو ته کسبونه ور زده کوو، په دې جریان کې د میاشتې له ۳۵ څخه تر ۴۵ ډالره ورکوو او دغه‌راز کله چې دوی رخصتوو بیا د کسبونو اړوند وسایل او یوه اندازه نورې نغدي پېسې هم ورکوو.»

د هغه په وینا، دوی دغه‌راز د رخصت شوو کسانو په اړه وروسته هم معلومات کوي چې ایا هغوی خپل کسب ته دوام ورکوي او که نه او ایا بیا خو به یې نشې ته نه وي مخه کړې.

په نشه‌يي توکو روږدي کسان هم وایي، خوښ دي چې دلته يې په ښه ډول درملنه شوې او کسبونه یې هم زده کړي.

یوه روږدي کس سید عبداکریم په دې اړه وویل: «دلته زموږ ښه درملنه شوې ده او کسب مو هم زده کړی دی، له دې ځایه چې ولاړ شم خپل کار کوم او بیا ژمنه کوم چې نشې ته نه مخه کوم.»

یو بل روږدی نعمت‌الله هم وایي، دلته یې د درملنې تر څنګ کسب هم زده کړی او وسایل ورکول شوي څو خپل کاروبار مخ ته یوسي چې دا د ده لپاره د یوه نوي ژوند په معنا دی.

ده زیاته کړه: «زه د ملګرو له لاسه په نشو روږدی شوی وم خو اوس شکر دی جوړ یم او غواړم خپل کار ته دوام ورکړم او د خپلي کورنۍ لپاره نفقه برابره کړم.»

پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د کورنیو غړي وايي، دوی خوښ دي چې دلته د معتادینو درمنله په ښه ډول کېږي خو هغوی ته باید د کار زمینه برابره شي؛ ځکه ډېری کسان د بې‌روزګارۍ له امله بېرته نشې ته مخه کوي.

پر نشه‌يي توکو د یوه روږدی کس کاکا احمد په دې اړه وایي: «مریض مو درې میاشتې مخکې دلته راوستلی وو خو اوس ډېر لوی بدلون پکې وینو، نو زموږ غوښتنه دا ده چې دغه کسانو ته باید د کار زمینه برابره شي څو دوی یو ځل بیا نشه‌يي توکو ته مخه نه کړي.»

مسوولین وایي، په دغه مرکز کې تر دې مهال شاوخوا ۱۶۰ تنه په څلورو دورو کې له حرفوي زده کړو فارغ شوي چې ټول لګښت یې اروپايي ټولنې ورکړی او په دې برخه کې د دې ټولنې خدمات تر پخوا پراخ شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.