کابل (پژواک، ۳ غویي ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، د افغانستان او سیمې پر امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن پرخپله اېکسپاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست سراجالدین حقاني د افغانستان لپاره د د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او په کابل کې د روسيې له سفير دميتري ژيرنوف سره لیدلي.
قانع لیکلي، دواړو لورو د افغانستان او سیمې پر امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې.
د قانع په خبره، سراجالدین حقاني د افغانستان په اړه د مسکو وروستي اقدامات وستايل او دا يې د افغانستان د سیاسي واقعیتونو د منلو پر لور یو مهم ګام وباله.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه لیدنه کې دواړو لورو د ډیپلوماټیکو اړیکو لوړول او سفارتي کچې ته د هغو رسول او له یو بل سره د متقابل تعامل درلودو او دغهراز امنیتي او تجارتي برخو کې د همکاریو ژمنې وکړې.
د یادونې ده چې د روسیې سترې محکمې تېره اونۍ د افغانستان اسلامي امارت چې پخوا د «طالبانو غورځنګ» په نوم یادېده، د دغه هېواد ممنوعه ډلو له لېسته وایست.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP