کابل (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۳): څانګه هوتک په کابل ښار کې هغه نجلۍ ده چې په ماشومتوب کې یې په یوه پېښه کې د سترګو لید له لاسه ورکړی خو هغې دا پېښه د ژوند پای ونه ګڼله، بلکې په داسې لاسونو چې اوبدي، زدهکړه او تخلیق کوي، په خپل ژوند کې یې نوې دروازې پرانیستې دي او خپله تیاره نړۍ کې یې د هېلې ډېوه روښانه کړې ده.
۱۴ کلنه څانګه چې د کابل ښار د هودخېلو اوسېدونکې ده، پوره اووه کاله مخکې کله یې چې سترګې جوړې وې، خپلې کورنۍ سره د خوښۍ په مراسمو کې د ګډون لپاره جلالاباد ته روانه شوه خو نه پوهېده چې په دې سفر کې به له داسې پېښې سره مخ کېږي چې د ټول عمر لپاره به د هغې د سترګو لید اخلي.
څانګه چې له خپلې کورنۍ سره په موټر کې سپره وه او ټول د خوښۍ په کیسو بوخت وو، ناڅاپه د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وکړه، هر څه بل رنګ واخیست. په هغې پېښه کې څانګې د خپلو سترګو لید له لاسه ورکړ او د موټر نور سپرلي هم ټپيان شوي وو.
هغه وايي، له هماغه راهیسې هېڅ څه نشي لیدلای او یوازې د رڼا او تیارې حس لري. د هغې په خبره، وروسته له هغې پېښې یې ډېرو ډاکټرانو ته د درملنې په موخه مراجعه کړې خو ډاکټرانو ويلي چې درملنه یې په هېواد کې دننه شونې نه ده او دوی مالي امکانات نهلري چې د درملنې لپاره له هېواده بهر لاړ شي.
خو څانګې څه ډول وکولای شو له تیارې نړۍ سره سازګاري وکړي؟
څانګې د خپلې کورنۍ هڅونې او هڅو ته په کتو له زدهکړو لاس وانهخیست او د هرې ورځې په تېرېدو سره یې هڅه کوله یو مهارت زده کړي او خپله نړۍ له رنګونو ډکه کړي.
هغې چې د کابل ښار په روښانزړو (نابینایانو) انسټیټیوټ کې تر شپږم ټولګي زدهکړه کړې، وايي، زدهکړې یې ډېرې ښې تېرېدې او د خپل ښوونځي درسونو ته به یې ساعتونونه وخت ورکاوه څو سم یې زده کړي.
هغې زیاته کړه: «ان کله به چې میلمستیا ته هم تلم، ځان سره به مې خپل کتابونه وړل او خپل درس به مې لوست، هڅه مې کوله چې خپل وخت باید ضایع نه کړم څو یو ځای ته ورسېږم او تر شپږم ټولګي اول نمره وم.»
څانګه اوسمهال ښوونځي ته نه ځي، دیني زدهکړو او د قران کریم حفظ ته یې مخه کړې او تر اوسه یې درې سپارې حفظ کړې دي.
هغې زیاته کړه، کله چې تلاوت کوي یو ډېر ښه حس اخلي او له هغه سره ارامښت پيدا کوي.
نوموړې د دې په اړه چې قرانکریم څه ډول حفظوي، وویل: «ښایي له ډېرو سره دا پوښتنه وي چې څرنګه مې د قرانکریم حفظ ته مخه کړې ده، په لومړي سر کې په قلم القران څو ځلي د قران کریم غږ اورم او حفظوم یې.»
څانګه د قران کریم د قرائت او حفظ ترڅنګ د انګلیسي ژبې زدهکړې کورس ته هم ځي.
هغه د دغو فعالیتونو ترڅنګ د اوبدنې مهارت هم لري او ډېری وخت پر هغه بوخته وي، هغې د اوبدنې هنر په ښوونځي کې زده کړی دی.
نوموړې چې له اوبدنې سره ډېره لېوالتیا لري، وایي چې ډېری وخت په دې برخه کې له ستونزو سره مخ کېږي او د اوبدنې دانې ترې غلطېږي، خو بیاځلي کولای شي څو سم یې کړي.
څانګه کولای شي چې جاکټ، پتلون، د غاړې دستمال او جورابې و اوبدي.
په سترګو ړنده خو د مور همکاره
هغه د دغو مهارتونو ترڅنګ له خپلې مور سره په ورځني کارونو کې هم مرسته کوي.
څانګه کوټه جارو کوي، لوښي مینځي او اوړه لمده وي؛ دا ټول فعالیتونه له لید پرته د خپلې لامسې حس په مرسته تر سره کوي.
له شعر ویلو سره لېوالتیا
څانګه له شعر ویلو سره هم لېوالتیا لري او تازه یې په دې لاره قدم ايښی دی او هڅه کوي چې یوه ښه شاعره واوسي.
هغه هڅه کوي چې خپله دنیا په رنګینیو کلماتو نقاشي کړي؛ کله ناکله هغه په خپل یوازیتوب کې شعرونه لیکي، هغه شعرونه چې د احساساتو، د نړۍ په اړه د یو مختلف لید، او د چوپتیا او تیاره کې د ژوند له لمس څخه راپورته شوو تجربو څخه سرچینه اخلي.
ړوندوالی د څانګې د بدني فعالیتونو پر وړاندې خنډ نه دی
د ړوندوالي باوجود څانګه د نورو فعالیتونو ترڅنګ، خپل ورزشي فعالیتونه هم په منظم ډول ترسره کوي.
څانګې د خپلې روغتیا لپاره، د ړوندوالي سربېره د خپل پلار په مرسته بایسکل چلول زده کړي او په خپل ورزشي وخت کې بایسکل چلوي او رسۍلوبه کوي.
د هغې په خبره، د هغې تمرینات معمولاً له خپل پلار سره وي او یا له مشخصو او بلدو لارو څخه په استفادې یې تر سره کوي.
هغه هیله لري، د دې ترڅنګ چې لوړې زدهکړې وکړي، د ورزش په رشته کې هم وده وکړي.
ورته مهال، د څانګې پلار محمدقیس هوتک وايي چې پنځه اولادونه لري؛ دوه لوڼې او درې زامن چې تر ټولو مشره یې څانګه ده.
د هغه په وینا، څانګه سره له دې چې په سترګو نه ویني، خو د ژوند په هېڅ برخه کې ناهیلې نهده.
هغه زیاته کړه: «موږ هم هڅه کوو چې له هغې ملاتړ وکړو څو یوه ځای ته ورسېږي.»
پلار یې د څانګې وړتیاوو ته په اشارې وویل، د هغو وړتیاوو له ډلې چې هغه یې لري، بایسکل ځغلونه، رسۍلوبه، منډه، لاسي صنایع، شعر او شاعري دي.
هغه له نړۍوالو هم غواړي چې له لور یې ملاتړ وکړي او هغې ته د المپیک په لوبو کې برخه ورکړي څو وکولای شي د افغانستان نوم روښانه کړي.
هغه ورور چې د ړندې خور په څنګ کې ولاړ دی
د ټولو هغو ستونزو سره چې د څانګې هوتک په ژوند کې راغلي، ترڅنګ یې د ورور شتون د همکارۍ او صمیمانه فضا رامنځته کړې ده.
ذاکر نایک، د څانکې دویم ورور دی، هغه یوازې یو ورور نه دی، بلکې یو ریښتینی، صمیمي او اتل ملګری دی چې تل د خپلې خور ترڅنګ ولاړ دی؛ په کوڅو کې له قدم وهلو نیولي د کور په کارونو کې تر مرستې یا ان د هغو شعرونو اورېدلو پورې چې خور یې لولي، دغه ورور هېڅکله خپله خور یوازې پرېښې نهده.
د دغه ورور او ړندې خور ترمنځ خبرې یوازې خبرې نهدي؛ د درک، درناوي او ژورې مینې ترکیب دی. ړندې خور پر ډېریو نالیدلو لارو د خپل ورور په مرسته مزل کړی؛ هغه کس چې پرته له دې چې وغواړي ولیدل شي، تل د هغې د بریالیتوبونو تر شا ولاړ دی.
ورته مهال، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د ځانګړو زدهکړو امریت اړوند د کابل د روښانزړو انسټیټیوټ امر استاد ګلمحمد سجاد وايي چې څانګه د دغه انسټیټیوټ یوه له بااستعداده زدهکوونکو څخه وه او په ۱۴۰۳ کال کې د دغه انسټیټیوت له شپږم ټولګي په عالي درجه فارغه شوې ده.
هغه زیاته کړه: «سره له دې چې څانګه په سترګو نه ویني، خو هېڅکله ړوندوالي د هغې د وړتیاوو په وړاندې خنډ شوی نه دی، هغه له ډېرو هڅو وروسته بریالۍ شوه د دې لېسې یوه له ممتازو زدهکوونکو څخه و اوسي.»
دا یوازې څانګه نه ده چې د سترګو لید یې له لاسه ورکړی، بلکې د هېواد ډېر شمېر وګړو د تېرو جګړو او نامنیو له امله د خپل وجود د مهمو غړو په له لاسه ورکولو سره له ستونزو سخت ژوند تېروي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP