Language

اروپايي ټولنه افغانستان کې له سره ‌صلیب او سرې میاشتې خپل ملاتړ دوه برابره زیاتوي

کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولي وايي چې په افغانستان کې د سره ‌صلیب او سرې میاشتې له نړۍوال فدراسیونه خپل ملاتړ دوه برابره زیاتوي.

افغانستان د اروپايي ټولنې استازولۍ نن (سه‌شنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو لیکلي چې په افغانستان کې د سره‌ صلیب او سرې میاشتې له نړۍوال فدراسیونه خپل ملاتړ دوه برابره زیاتوي. د دغو مرستو کچه مخکې ۲۵۰ زره یورو وه او اوس ۵۰۰ زره یورو ته لوړېږي.

خو دې ادارې د یادې مرستې د تطبیق د مودې په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ زیاته کړې، لسګونه زره کسان چې له پاکستانه وتلو ته اړ شوي، افغانستان له راستنېدو وروسته له بې‌وزلۍ او ناڅرګنده برخلیک سره مخ دي.‎

یادې ټولنې زیاته کړې چې سرپناه، روغتیایي پاملرنه، خواړه او پاکې اوبه د دغو خلکو له بېړنیو اړتیاوو دي.

د یادونې ده چې هره ورځ زیات شمېر افغان کورنۍ په زور له پاکستانه را ایستل کېږي او خپل هېواد ته راځي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې لپاره د بېړنۍ مرستې او د افغانانو د خوندي او باعزته راستنېدو د شرایط تر برابرېدو د هغوی د جبري ایستلو د مخینوي غوښتنه کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.