چاریکار (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۴): د پروان د بدني روزنې او ورزش امریت وایي چې د دغه ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د فوټسال دوه ورځنۍ سیالۍ د کاپیسا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د پروان د بدني روزنې او ورزش امر عبدالظاهر خالقیار مجاهد وویل چې دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅونې په موخه د لوګر، کاپیسا او بغلان ولایتونو او د پروان د غوربند ځوانانو لوبډلو ترمنځ وشوې.
دا سیالۍ د چاریکار پوهنتون په انګړ کې ترسره شوې.
خالقیار زیاته کړه چې په وروستي پړاو کې د کاپیسا لوبډله وتوانېده د غوربند ځوانانو لوبډلې ته ۱۳ پر ۶ ماته ورکړي او د دې سیالیو اتلولي خپله کړي.
د هغه په خبره، د سیالیو په پای کې د ورزشکارانو د هڅونې په موخه ګټونکو لوبډلو ته کپ او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP