Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د چین د نړۍوالۍ سوداګرۍ د ودې شورا: غواړو له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړو

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۴): د چین د نړۍوالۍ سوداګرۍ د ودې شورا وایي، غواړي له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې ژورې او پراخې کړي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د چین د نړۍوالې سوداګرۍ د ودې شورا له مرستیال چین جیانان سره په یاد هېواد کې کتلي دي.

په دغه لیدنه کې د چین د نړۍوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ویلي چې یاده شورا د دغه هېواد د دولت او دولتي تصدیو ترمنځ د یوه پل رول لري او هڅه کوي چې کورني او بهرني شرکتونه د چین له سوداګریزو فرصتونو سره ونښلوي.

جیانان ویلي، چین له ګڼو سیمه‌ییزو هېوادونو سره ژورې تجارتي اړیکې لري او غواړي چې له افغانستان سره هم دا اړیکې لا ژورې او پراخې کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د شورا ماموریت د پانګه‌والو او تصدیو لپاره د همکارۍ زمینې برابرول، فرصتونه پېژندل، او له دولتي بنسټونو سره د اړیکو پیاوړتیا ده.

همدرانګه، په یاده لیدنه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوی احمدالله زاهد ویلي، چین د نړۍ له مخکښو اقتصادي قوتونو څخه دی او افغانستان غواړي د چینایي مسوولینو له تجربو څخه په صنعت، سوداګرۍ، پانګونې او زیربنایي برخو کې ګټه پورته کړي.

زاهد زیاته کړې چې دواړه هېوادونه کولی شي د چینایي شرکتونو او تصدیو په همکارۍ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د صنعتي پارکونو، ځانګړو اقتصادي زونونو، صادراتو د پروسس مرکزونو، سړو خونو، عصري صنعتي او زراعتي لابراتوارونو جوړولو ته زمینه برابره کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د چین د نړۍوالې سوداګرۍ د ودې شورا استازي به د لا ډېرې همکارۍ او همغږۍ په موخه په نږدې راتلونکې کې کابل ته سفر وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.