منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۷ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

پاکستان کې د بس چپه ‌کېدو پېښه کې څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۸ ټپیان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۶۶ کتنې

کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د پنجاب صادق‌اباد سیمې څخه کویټې ته پر لاره یو مسافر وړونکی بس چپه شوی چې څلور کسانو په‌کې وژند له لاسه ورکړی او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

د اج نیوز (Aaj News) په نوم پاکستانۍ رسنۍ نن په یوه راپور کې لیکلي، دغه بس له صادق‌اباد څخه کویټې ته روان و چې په لاره کې چپه شوی او د دوو ماشومانو په ګډون په‌کې څلور کسان مړه شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

په ټپیانو کې ډېرې ښځې او ماشومان شامل دي چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.

په راپور کې راغلي، یاد پېښه د موټر چلوونکي د تېز رفتار او بې‌احتیاطي له امله شوې ده.