Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حقاني: افغانستان غواړي له ازبيکستان سره خپلې اړېکې لا پیاوړې کړي

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴): د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ازبیکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په لېدنه کې ویلي، افغانستان غواړي له تاشکند سره په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني د ازبيکستان بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف، د دې هېواد ټرانسپورټ وزیر الهام او مل پلاوي سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي چې د ازبيکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د ټرانس‌افغان رېل ‌پټلۍ پروژې اړوند ناستو او د درې ‌اړخیزې توافق‌نامې د لاسلیک جزئیات شریک کړل او د دې سترې سیمه‌ییزې پروژې پر پرمختګ یې خوښي څرګنده کړه.

یاد وزارت لیکلي، نوموړي دافغانستان، ازبيکستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پراختيا، د سیاسي،اقتصادي او فرهنګي همکارۍ ژورتیا او افغانستان سره د ازبيکستان د صادراتو او وارداتو کچې د تېر کال په پرتله نږدې درې برابره لوړوالي ته په اشارې سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا پراختیا هیله څرګنده کړه.

سعیدوف زیاته کړې چې ازبيکستان د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو آزادېدو، د افغان کډوالو ستونزو حل او په نړیوالو ناستو کې د افغان حکومت فعال ګډون غوښتونکی دی.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني د ټرانس‌افغان رېل ‌پټلۍ پروژې پرمختګ ستایلی او هیله یې ښودلې چې دا پروژه به د یادو هیوادونو د اقتصادي ودې لپاره یو مهم پرمختګ وي.

هغه ویلي چې افغانستان غواړي له ازبيکستان سره په سیاسي،اقتصادي او فرهنګي برخو کې خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.